د لاسرسي لېنکونه

د امریکا ولسمشر وايي، که دا ادعا ثابته شي چې روسيې د متحده ایالاتو د ډیموکراټ ګوند کمپیوټرونه هک کړي، نو دا به د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې چې لا دمخه لانجمنې دي، کوم ډراماتیک بدلون رامنځته نه‌کړي.

ولسمشر بارک اوباما پرون دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي اداره یا ایف بي ای د ډیموکراټ ګوند د کمپیوټرونو د هک کېدو د قضيي په اړه تحقیقاتو ته دوام ورکړی دی.

د ډیموکراټ ګوند د کمېټې د زرګونو ایمیلونو او لیکونو له لیک کېدو وروسته ډیموکراټ ګوند چې تېره اوونۍ يې کنونسیون جوړ کړی و، له رسوايې مخ شو.

د ډیموکراټ ګوند په کنونسیون کې هیلري کلنټن په رسمي توګه د سپینې ماڼۍ لپاره کاندیده شوه.

هیلري کلنټن پر روسيې تور پورې کړی چې د ډیموکراټ ګوند کمپیوټرونه يې هک کړي دي.

روسيې چارواکو بیا دا تور رد کړی دی.

بارک اوباما ویلي امریکا او روسیه لا دمخه د زیاتو مسئلو په اړه له یو بل سره اختلافات لري خو د هغه په وینا توانیدلي په هغو برخو تمرکز وکړي چې دواړه هېوادونه په کې مشترکې ګټې لري.

XS
SM
MD
LG