د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

باسشن پوځي اډه په کنډوالې بدله شوې


بریتانوی انډېپنډنټ ورځپاڼې په هلمند کې د باسشن پوځي اډې په اړه چې دوه کاله وړاندې افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده، یو مطلب خپور کړی دی.

انډېپنډنټ لیکي دا اډه چې یو مهال په کې لس زره بریتانوي سرتېري ځای پرځای وو، اوس په کنډوالې بدله شوې ده.

ورځپاڼه لیکي:

باسشن اډه په ۲۰۰۵ کال جوړه او یو کال وروسته د زرګونو سرتېرو لپاره پراخه شوه.

دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له بریتانيې څخه بهر د دې هېواد سرتېرو تر ټولو لویه پوځي اډه وه.

ورځپاڼې د بریتانيې د دفاع د وزارت په حواله لیکي چې که څه هم په افغانستان کې بریتانيي جنګي ماموریت پای ته رسیدلی خو لندن به د افغان ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورو او تجهیز په برخه کې خپلو همکارېو ته دوام ورکړي.

انډېپنډنټ وړاندې لیکي چې بریتانیه به د افغانستان د بیارغونې او پراختیا په ساحو کې هم خپله همکاري جاري وساتي.

واشنګټن فري بیکن:

واشنګټن فري بیکن ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر بارک اوباما وروستی څرګندونې راخېستې دي.

بارک اوباما په جګړه کې معلولو شوېو سرتېرو ته په وینا کې ویلي هغوي د طالبانو د رژیم په نسکورولو او د القاعده شبکې په ماتولو کې مهم رول لوبولی دی.

واشنګټن فري بیکن ورځپاڼه وايي:

یو شمېر کتوونکو ولسمشر اوباما د افغانستان د اوسني خراب امنیتي وضعیت مسؤل بللی دی.

د مقالې لیکوال د کتونکو په حواله وايي چې د متحده ایالاتو ولسمشر په داسې وخت کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړ چې افغان ځواکونه لا په بشپړه توګه د خپل هېواد د امنیتي ساتلو جوګه نه وو.

پر ولسمشر اوباما دا انتقادونه په داسې وخت کې کیږي چې نوموړي په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه به اته زره او ۴ سوه سرتیري په افغانستان کې پریږدي.

XS
SM
MD
LG