د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

بیدار: د خپل سرو جزا ټاکونکو عمل په شدت غندو


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په سرپل کې د یوې ځوانې ښځې د قتل غندنه وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د وګړو پر بشري حقونو د داسې تېري مخنیوی وکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ په سرپل کې د ازاده په نوم یوه ځوانه ښځه د وسله والو طالبانو او په سیمه کې د صحرايي محکمې په حکم ووژل شوه.

تر دې پېښې څو ورځې مخکې، د زهرا په نوم یوه ځوانه ښځه چې د مېړه په کور کې سوځول شوې وه، په روغتون کې مړه شوه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، صحرايي محکمې، د ښځو پر ضد کورنۍ تشدد او قتلونه د شرعي اصولو او د افغانستان د قوانینو خلاف دي او حکومت یې باید د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د دې کمېسیون ویندوې رفیع الله بیدار وویل، هغه محاکم چې په خپل سر او د قانون له چوکاټه دباندې حکمونه کوي او تورنو کسانو ته مجازات ټاکي، غیر مشروع ګڼي او په شدت یې غندي.

ښاغلي بیدار پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، صحرايي محکمې د قانوني محاکمو ټول اجزا نه لري، حکومونه یې غیر شرعي او نیمګړي دي.

هغه زیاته کړه چې په صحرايي محکمو کې د ښځو محاکمه د قانون خلاف کار او پر بشري حقونو تیری دی.

رفیع الله بیدار
رفیع الله بیدار

رفیع الله بیدار زیاته کړه:

"داسې په خپل سفر فیصلې غیر قانوني او غیر شرعي دي. د افغانستان په قوانینو کې هغه ارګانونه چې د تورنو کسانو څېړنه کوي، جزا ټاکي، حکم کوي او عملي کوي یې تعریف شوي دي. هر څوک چې قانون په لاس کې اخلي، په خپل سر حکم کوي، جزا ټاکي او تطبیقوي یې په شدت یې غندو. "

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویندوې په داسې حال کې د صحرايي محاکمو غندنه کوي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په سرپل کې یوه ۱۹ کلنه ځوانه ښځه د نامشروعو روابطو په تور د صحرايي محکمې په حکم ووژل شوه.

د چارواکو په وینا، د ازاده په نوم دا ځوانه ښځه د سرپل د کوهستانات ولسوالۍ اوسیدونکې وه او خپل ورور یې وسله والو طالبانو ته په لاس ورکړې وه.

پر ازاده تور لګیدلی و چې د خپل میړه له کوره تښتیدلې او له یوه بل سړي سره یې نامشروع روابط ټینګ کړي وو.

خو د سرپل د ښځو چارو رئیسې نسیمه ارزو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دا ځوانه ښځه د مېړه په کور کې د ظلم او تشدد له امله، تښتیدلې او له خپل ماشوم سره د سرپل په مرکز کې د ښځو لپاره د امن په خونه کې اوسېده.

د سرپل د والي ویندوې او د ښځو چارو رئیسې ویلي، ازاده د هغې په خپله خوښه، تېره اوونۍ د هغې ورور ته سپارل شوې وه.

د سرپل د والي ویندوې او د ښځو چارو رئیسې ویلي، ازاده د هغې په خپله خوښه، تېره اوونۍ د هغې ورور ته سپارل شوې وه.
د سرپل د والي ویندوې او د ښځو چارو رئیسې ویلي، ازاده د هغې په خپله خوښه، تېره اوونۍ د هغې ورور ته سپارل شوې وه.

نسیمه ارزو زیاته کړې چې د سیمې دوه دکاندارانو د هغې د مصئونیت ضمانت کړی و چې اوس مهال امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، په سرپل کې د کوهستانات ولسوالۍ زیاتې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي او حکومتي ځواکونه ښايي د ازاده د قاتلینو د نیولو او مجازات پراخ امکانات نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دا او د ښځو په وړاندې د تشدد نورې ورته پېښې څاري او د عاملینو په نیولو کې یې له حکومتي ادارو سره مرسته کوي خو په داسې سیمو کې چې حکومتي ځواکونه ډېر کنټرول نه لري، دوی هم لازمې هڅې نه شي کولای.

د دې کمېسیون ویندوې رفیع الله بیدار وايي:

" په ځیني مواردو کې دولت هم خپل عجز داسې وړاندې کوي چې هلته بشپړ کنټرول نه لري یا د قانون حاکمیت کمزوری دی. خو موږ یې دا دلیل هم نه منو ځکه د وګړو مصئونیت او امنیت د دولت مکلفیت دی. د افغانستان د پولو په چوکاټ کې باید له قانونه سرغړونکي ازاد نه وي، قانون باید حاکم وي او د متخلفینو لپاره باید د معافیت فضا نه وي. "

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویندوې ټینګار وکړ چې د صحرايي محاکمو په ګډون د بشري حقونو د نقض په هر مورد کې یې حکومت ته خپل شکایت وړاندې کړی دی.

XS
SM
MD
LG