د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د کانونو او پطرولیم وزارت د تړونونو په اړه اندېښنې


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ، د کانونو اوپطرولیم د وزارت پر اړوندو تړونونو اندېښنه ښيي.

د دې بنسټ ريیس سید اکرام افضلي وايي، د کانونو په وزارت کې د ظرفیتونو لوړولو او ښه مدیریت ته لا ضرورت احساسېږي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، دا خطر موجود دی چې د کانونو او پطرولیم وزارت له تړونونو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي.

د دغه بنسټ د مسوولینو په خبره پخوا تردې هم له ورته ځینو تړونونو څخه ناوړې ګټې پورته شوي دي.

د افغانستان د شفافیت د څاربنسټ رئیس سید اکرام افضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په کانونو وزارت کي اوس هم د ظرفیتونو کموالی شته او سربیره پردې، تړونونه یې د خلکو د پوهولو لپاره، په بشپړه توګه خپاره شوي نه دي.

افضلي له حکومته وغوښتل چې د تړونونو د مخه باید د کانونو مدیریتي سیسټم اصلاح شي.

افضلي: د تړونونو د مخه باید د کانونو مدیریتي سیسټم اصلاح شي.
افضلي: د تړونونو د مخه باید د کانونو مدیریتي سیسټم اصلاح شي.

هغه زیاته کړه:

"پخوا تردې هم د کانونو وزارت د تړونونو په څارنه کې ناکام او لازم شفافیت پکې نه و، د دې له امله پکارده چې حکومت د دې وزارت د تړونونو د لاسلیک کېدو د مخه د کانونو مدیریتي سیستم اصلاح، ظرفیتونه یې لوړ او ملاتړ یې وکړي."

ښاغلی افضلي وايي، د دې وزارت اکثره تړونونه، د سیاسي اړیکو او د ځینو چارواکو د فشارونو په نتیجه کې شوي او د حکومت دنده ده چې مخه یې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې داسې راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې ځینو سیمو کې، د کانونو تړونونه د یو شمېر چارواکو لخوا له وسله والو مخالفینو سره شوي او ۶۰ فیصده ګټه یې د وسله والو جیب ته لوېدلې ده.

په ورته وخت کې د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، په تړونونو کې يې د شفافیت په مقصد، نوې مقررې طرحه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، تراوسه ۴۵۰ تړونونه له ملي او نړیوالو شرکتونه سره لاسلیک او په تازه شپو ورځو کې د ۸۶ کانونو د کیندلو چارې، خصوصي سکتورته سپارل شوي دي.

دکانونو او پطرولیم وزارت ویاند محی الدین نوري
دکانونو او پطرولیم وزارت ویاند محی الدین نوري

هغه زیاته کړه:

"د روان کال له پیل راهیسې۸۶ تړونونه، د څلورو اساسي شرطونو په پام کې نیولو سره شوي چې د نویو مقررو او کړنلارو مراعتول، څاراو کنټرول، د حکومت او خصوصي سکتور ګټه او د کان په سیمه کې د پلي کېدو وړتیا په کې شامله ده."

ښاغلي نوري وویل، د کانونو د غیرقانوني کیندنو د مخنیوي لپاره د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه یوه کمېټه جوړه شوې چې تراوسه یې د کانونو د کیندنو په برخه کې د څه باندې ۱۲۰۰ غیرقانوني فعالیتونو مخه نیولې ده.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني ویلي چې حکومت د ځان بسیاینې په نوم یو لړ پروګرامونه ترتیب کړي چې د کانونو کیندل هم په کې شامل دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG