د لاسرسي لېنکونه

د ارمنستان د اپوزیسیون درې سیاستوال چې د لویو ګډوډیو په تنظیمولو تورن شوي، له محکمې مخکې توقیف ته استول شوي دي.

د ایریوان یوې محکمې نن حکم وکړ چې دغه درې واړه سیاستوال به تردو میاشتو چې ورڅخه تحقیقات کیږي، په توقیف کې وي.

د پارلمان د تاسیس په نوم له یوه بنسټپال اپوزیسیون سره تړلې د سړو یوې وسله والې ډلې د جولای په اولسمه په ایریوان کې د پولیسو پریوه ماموریت یرغل وکړ او هغه یې ونیو.

دغې ډلې له ولسمشر سیرژ سارکیزیان څخه د دغه غورځنګ د زنداني مشر د خوشې کیدو او له قدرته د هغه د لیرې کیدو غوښتنه کړې وه.

د دغو وسله والو په زرګونو ملاتړي مظاهره کونکي د شپې له خوا له هغو لاریونونو سره چې دوه اونۍ یې دوام وکړ، یوځای شوي وچې ځیني وختونه هم له پولیسو سره ښکل شول.

وسله وال کسان د جولای په ۳۱ پولیسو ته تسلیم شول، په تاوتریخوالي کې د پولیسو دوه افسران ووژل شول.

XS
SM
MD
LG