د لاسرسي لېنکونه

اوکراینۍ پوځي افسره نادیه ساوچینکو چې نژدې دوه کاله یې د روسیې په یوه زندان کې تېر کړي، وايي، د اوکرایني د جګړې د بندیانو لپاره د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کوي.

ساوچینکو نن په کییف کې خبریالانو ته وویل:

"ما د خپلو ملګرو، د اوکرایني د جګړې د بندیانو لپاره د مبارزې لپاره له ډیرو لارو کارواخیست، په هاغه بڼه چې نړۍ زما لپاره چې کله د روسیې په زندان کې وم، مبارزه کړې وه، اوس زه د دوی لپاره په هماغه ډول چې د ځان لپاره مې کړې وه مبارزه کوم، یوه میکانیزم چې د روسیې له زندان څخه یې زما خوشې کیدل ګړندي کړل، د اوکراین د حکومت د بې پروایي په وړاندې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب و، سرله ننه بیا له بنده د اوکراینانو د خوشې کولو لپاره د ټولې نړۍ د دولتونو د چارواکو د نه پاملرنې په وړاندې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب اعلانوم، دغه اعتصاب ته به ترهغې ورځې دوام ورکړم چې مثبته نتیجه مې ترلاسه کړې نه وي."

ساوچینکو چې د هلیکوپټرپیلوټه ده، د ۲۰۱۴ کال په جون کې نیول شوې وه او د روسیې یوې محکمې هغې ته د دو روسي خبریالانو د وژلو په پيښه کې د لاس لرلو په تور د ۲۲ کالو بند سزا ورکړې وه.

هغه د بندیانو په تبادله کې په تیره می میاشت کې خوشې شوه اوله هغه مهال راهیسې پرله پسي د نورو بندیانو د تبادلې او د روسيې له ملاتړو بیلتونپالو سره د سولې د مخامخ خبرو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG