د لاسرسي لېنکونه

اروپايي ورزشکارانو پنجشېر سيند د کښتۍ چلولو لپاره مناسب بللى


په يوه لمرين سهار ماشومانو او ځوانانو په لېوالتيا سره د هغو بېړۍ چلوونکو ورزشکارو ننداره کوله چې د پنجشېر پر سيند يې خپلې بادي او رنګه کښتۍ چلولې، د نندارچيانو په څېرو کې هيجان ښکارېده.

سيند په تېزۍ سره چلېده او پر څنډه يې د پوليسو کتار هم ښکارېده چې د سيند په رڼو اوبو کې يې د اروپايي کښتۍ چلوونکو ننداره کوله، د دوى سپورټي کښتۍ د سيند په څپڅپانده اوبو کې مخ ته تلله.

دا په پنجشنير دره کې چې د کابل د شمال په ١٤٠ کيلومترۍ کې پرته ده، يوه ښکلې ورځ وه.

د سکاټلنډي کښتۍ چلوونکي ورزشکار کالم سټرانګ په خبره چې په وروستيو کې په ايډنبرګ پوهنتون کې د ځمک پوهنې يا جيولوژۍ پوهنځى لوستى، دى وايي د پنجشېر سيند د نړۍ په کچه د وړو سپورټي کښتيو چلولو لپاره تر ټولو مناسب ځاى دى، ده دا خبره اسوشېټېډ پرېس اژانس ته کړې ده.

له هغه سره درې نور دوستان هم ملګري وو چې خپل ټول اضافه وخت او پيسې يې پر دې لګولي چې په نړۍ کې د تر ټولو غوره رڼو اوبو د پيدا کولو لپاره تحقيق او پلټنه وکړي.

دوى ته د پنجشېر سيند تر ټولو مناسب ښکاره شوى حتى د افغانستان ناامنيو هم د دوى اراده کمزورې نه کړه.

له کالم سټرانګ سره بريتانوى جو ريا ديکينز، سکاټلنډى جېمز سميت او اتريشي کريسټوف ستورسا ملګري وو.

کالم سټرانګ وويل:

"مخکې له دې چې دلته راشم، زه بېرېدم، ځکه له افغانستانه تل بد خبرونه خپرېدل، خو زما په نظر که تاسې د نړۍ هرې برخې ته لاړ شئ هلته زيات خلک ښه دي، د دې ځاى سيند ډېر ښکلى دى، موږ هم وغوښتل دلته راشو."

د کوچنيو ورزشي کښتيو دغه چلوونکي وايي د پنجشنېر اوسېدونکو ته يې دغه سپورټ معرفي کړ او په دې کار خوشحاله دي.

دوى د دې ولايت ځينو ځايي اوسېدونکو ته هم په دې برخه کې روزنه ورکړه.

XS
SM
MD
LG