د لاسرسي لېنکونه

د چین د بشري حقونو فعال ژای یانمین د دولت په پرزولو مجرم وپیژندل شو.

۵۵ کلن ژای د هغو په لسګونو وکیلانو او فعالانو په ډله کې وچې د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولای له میاشتې راهیسې د حقوقي فعالانو د زپلو په ترڅ کې نیول شوي دي.

اکثره نیول شوي کسان بیرته خوشې شوي دي.

ژای ته نن د چین د شمالي ښارتیانجین یوې ابتدایي محکمې د درې کالو بند او څلوروکالو تعلیقي بند سزا ورکړه.

د چین دولتي ډیلي ورځپاڼې د خبر له مخې هغه د عامه نظم د ګډوډولو لپاره مظاهرې تنظیم او انلاین یې مطالب خپاره کړي وچې ملي امنیت او ټولنیزثبات ته یې زیان رساوه.

XS
SM
MD
LG