د لاسرسي لېنکونه

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د وسلو د پیرلو په معاملو کې د فساد په اړه د څېړنو امر په داسي حال کې ورکړی چې په دې هېواد کې د فساد پرسربیا سیاسي کړکېچ راپورته شوی دی.

دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې د عراق د پارلمان رییس سلیم الجبوري د فساد هغه تورونه ردکړل چې یوه ورځ مخکې د دفاع وزیرخالد العبیدي په یوه ټلویزیوني وینا کې پرده لګولي و.

عبیدي وویل الجبوري او یوشمېر وکیلانو د هغو کمپنیو او سوداګرو په ګټه تبلیغ کاوه چې غوښتل یې پراردو د الوتکو، هوموې او نورو موټرو او د خوراکي موادو د وسایلو د پلورلو قراردادونه ترلاسه کړي یا هم په وزارت کې سرتیري، افسران او نورپرسونل په دندو وګماري.

د دغو تورونو له لګول کیدو وروسته العبادي د بشپړتیا په نوم یوه دولتي کمیسیون ته چې له فساد سره د مبارزې په هدف جوړشوی، دنده وسپارله چې دغه ادعاوې وڅیړي.

XS
SM
MD
LG