د لاسرسي لېنکونه

دا فغانستان دفاع وزارت وايي چې لوی درستیز قدم شاه شهیم به له چینايي چارواکو سره د افغان ځواکونود تهجیز او پوځي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادي راډيو ته وویل ښاغلی شهیم به چین ته د خپل سفر په لړ کې د دې هېواد له چارواکو وغواړي چې د تروریز پر ضد په مبارزه کې له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

"د چین هېواد له موږ سره په ښوونه روزنه کې مرسته کوي، له دې وړاندې د چین لوی درستیز افغانستان ته راغلی او اوس د افغانستان د وسله وال پوځي لوی درستیز چین ته تللی څو دا دوستي نور هم ټینګه شي."

لوی درستیز قدم شاه شهیم د تېرې شنبې په ورځ چین ته تللی.

چین د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی چې له دې وړاندې یې هم په بېلابېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره دپوځي وسایلو مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG