د لاسرسي لېنکونه

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنیه قوماندان له یو ملګري سره د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شاه خوا ۱۱ بجې شوې ده.

هغه زیاه کړه د وسله والو هغه حمله هم په شاتبمول شوې چې تېره شپه یېپه خواجه سبز پوش ولسوالۍ باندې کړې وه.

په دې وروستیو کې د افغانستان په ځانګړې توګه دفاریاب یوشمېر ولسوالۍ د وسله والو د فعالیت له کبله ناامنه شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د ارزګان د ګیزاب ولسوالۍ سیمه ییز پولیسو خبرداری ورکوي که تر یوې میاشتې ورسته معاشونه ور ونه رسیږي خپلې دندې به پرېږدي.

خو د ارزګان امنیه قوماندان ویس صمیم ازادي راډیوته وویل چې د سیمه ییزو پولیسو معاشونه په خپل وخت ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG