د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د حکومت د اجراییه رییس د ټویټر اکاونټ بېرته فعال شوی دی.

د ښاغلي عبدالله د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې دا اکاونټ د جولای په دیرشمه نېټه د ناڅرګندو اینټرنیټي غلو "هاکرانو" له خوا هک شوی و.

تر اوسه روښانه نه ده چې د اجراییه رییس د ټویټر د اکاونټ د هک کېدو تر شا د چا لاس و؟ خو ښاغلي فیصل ویلي د هاکرانو د ځای په اړه به وروسته نور معلومات خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG