د لاسرسي لېنکونه

اوکرایني سیاستوالو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید ډونالډ ټرمپ پر هغو څرګندونو انتقاد کړی چې د کریمیا د ټاپووزمې په اړه یې کړي دي.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که د امریکا ولسمشر شي د کریمیا د ټاپوزمې د په رسمیت پیژندنې په اړه به غور وکړي.

روسیې د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې دا سیمه چې په اوکراین پورې تړلې وه د خپلې خاورې یوه برخه وګرځوله.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف په خپله فیسبوک پاڼه یو خپاره کړي پیغام کې د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې د شرم وړ بللي دي.

د اوکراین پخواني صدراعظم ارڅیني یاڅینوک هم د ټرمپ دا څرګندونې د ازادې نړۍ د ارزښتونو په وړاندې یوه ستونزه بللې ده.

XS
SM
MD
LG