د لاسرسي لېنکونه

ترکيې هغه يوولس سرتيري نيولي دي چې مخکې تښتېدلي وو، پر دوی تور وو چې تېره مياشت يې د ناکامې کودتا د هڅو پر مهال د ولسمشر رجب طيب اردوغان د نیولو پلان درلود.

د صدراعظم مرستيال نعمان کورتولموس نن ويلي چې دغه ډله په اولنا ښار کې نيول شوې ده.

کورتولموس ويلي چې يو سرتېری اوس هم د تېښتې په حال کې دی.

د کودتا په هڅو کې د لاس درلودو په تور شل د پوځي واحد نور غړي هم نیول شوي او پوځي محکمې ته به وړاندي کيږي.

د جولای په پنځلسمه د کودتا د هڅو پر مهال اردوغان په مارماريس ښار کې وو او تر دې مخکې چې پر هوټل يې چاپه ووهل شوه، دی له هغه ځايه وتښتېد.

د ناکامې کودتا راهيسي، زرګونو کسان نيول شوي، په پوځ، قضا، ملکي خدماتو او زده کړو په برخه کې له دندو ليري شوي دي.

ترکي چارواکو په امریکا کې پر يوه مسلمان مذهبي مشر فتح الله ګولن د کودتا د پلان تور پوري کړ. ګولن دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG