د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان چارواکي وايي، یو شل کلن سړی يې سوريې ته د تګ پر مهال نيولی دی.

د قرغزستان د پوله ساتو خدماتي دفتر نن ويلي چې دغه سړی په اوش هوايي ډګر کې په داسي حال کې نیول شوی چې غوښتل يې د روسيې سان پيترزبورګ ښار ته سفر وکړي.

د دوی په وينا، دغه سړي منلې ده چې غوښتل يې ترکيې ته او بيا سوريې ته د تګ پلان لري او غوښتل يې له اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره يو ځای شي.

په جون مياشت کې د قرغزستان چارواکو ويلي وو چې ګڼ شمېر قرغز وګړي يې قرغزستان ته له ستنېدو وروسته نیولي چې په عراق او سوریه کې د داعش تر څنګ په جګړه تورن وو.

بشکيک وايي په عراق او سوريه کې له داعش سره د یو ځای شویو قرغز وګړو شمېر تر پنځه سوه زيات دی.

XS
SM
MD
LG