د لاسرسي لېنکونه

د بدخشان چارواکي وایي، د طالبانو یو ولسوال ملا شېر او د دغې ډلې یو پوځي مسوول محمد حسن د طالبانو په خپل منځۍ جګړه کې وژل شوي دي.

د بدخشان د والې ویاند احمد نوید فروتن ازادي راډيو ته وویل چې د بدخشان تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او یو بل طالب نن سهار د دوی د یوه ملګري په ډزو کې وژل شوي.

نوموړي وویل چې د مصطفی په نوم هغه طالب چې خپل ملګري یې وژلي، امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړی دی.

خو تراوسه وسله والو طالبانو پدې اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG