د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

چین د اویغور بېلتونپالو پرضد د افغان حکومت د مبارزې ستاینه کړې


چین د اویغور بېلتونپالو پرضد د افغان حکومت د مبارزې ستاینه کړې.

چین اویغور بېلتونپال هغه افراطي ډله بولي چې د سینکیانګ ایالت جلا کېدل غواړي.

د چین دفاع وزیر په افغانستان کې د دې ډلې پرضد افغان ځواکونو جګړه ارزښتمنه بللې او د افغانستان د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې افغانستان به د اویغور بېلتونپالو پرضد جګړې ته دوام ورکړي.

د چین دفاع وزیر د افغانستان د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز سره په کتنه کې د اویغور بېلتونپالو یا د ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت له وسله والو سره د افغان حکومت مبارزه ارزښتنمه بللې او له افغانستانه څخه یې مننه کړې ده.

د سینهوا خبري آژانس د راپور له مخې د چین دفاع وزیر چنګ وانکوان Chang Wanquan تېر ماښام جنرال قدام شاه شهیم ته وویل دی هیله لري چې د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونه په خپلو کې د همکارۍ بڼه او محتوا پیاوړې کړي او د افغانستان او چین د امنیت په یقیني کولو کې رغنده رول ولوبوي.

د چین د دفاع وزیر د ایغور وسله والو د ځپلو په برخه کې د افغانستان له حکومت نه مننه کړې
د چین د دفاع وزیر د ایغور وسله والو د ځپلو په برخه کې د افغانستان له حکومت نه مننه کړې

د چین د دفاع وزارت رسمي ویبپاڼه د افغانستان د وسله وال پوځ د لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم له قوله لیکي چې نوموړی وايي افغان ځواکونه به د سرتېرو د روزنې، ګډو پوځي تطبیقاتو او نورو اقداماتو په وسیله له چین سره د ژورې همکارۍ په مرسته د اویغور بېلتونپالو پرضد جګړې ته دوام ورکړي.

یادې شوې ویبپاڼې او سینهوا آژانس په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي د چین د حکومت مخالف اویغور وسله وال د پاکستان په مدرسو کې له زده کړو وروسته افغانستان ته استول کېږي او اوس مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دې ډلې ګڼ شمېر وسله وال شته.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت ګڼ شمېر وسله وال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ځپل شوي دي:

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

"د ملي اردو ځواکونو په هرځای کې چې د چین اویغور او په تېره د ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت وسله وال راغلي او فعالیت یې پیل کړی له خپلو ټولو امکاناتو د هغو په وړاندې کار اخیستی، موږ د دوی زیات شمېر په کندز، فاریاب، بغلان او په جنوبي او ختیځو سیمو کې ځپلي او ګڼ شمېر یې وژل شوي دي."

امریکا او ملګروملتونو د اویغور وسله والو ډله چې ځان ته د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وايي، د تروریستي ډلو په فهرست کې شامله کړې خو ځینې څارونکي په دې اړه شک لري او وايي چې د چین د حکومت پالیسیو په سینکیانګ ایالت کې ناامني راوستې.

چین له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان پر ناامنیو اندېښنه ښودلې او وايي دا ناامني په اویغور مېشتي سینکیانګ ایالت کې د تشدد د پراخېدو باعث کېدای شي خو تل ټینګار کوي چې نه غواړي په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته رامینځ ته شوې تشه ډکه کړي او ژمنه یې کړې ده چې د افغانستان له اقتصادي رغونې سره به د پراخې تجارتي همکارۍ له لارې مرسته وکړي.

چین له پاکستان او امریکا سره په ګډه د څلور اړخیزو خبرو په چوکاټ کې د افغانستان د سولې له هڅو سره مرسته کوي.

د طالبانو سرچینو تېره اوونۍ رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د جولای میاشتې په لومړیو کې د دوی یو پلاوی چین ته تللی و، خو چینايي چارواکو تراوسه دا خبر نه دی تایید کړی.

طالبانو په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا ډله د افغانستان له ګاونډیانو سره ښه اړیکي غواړي.

XS
SM
MD
LG