د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د افغانستان طبعي پېښو ته د رسیده ګۍ په چارو کې د دولت د وزیر دفتر وایي خوشه یې ماینونه لاهم د هېواد په څلورو ولایتونو کې د خلکو ژوند ګواښي.

د دغه دفتر مرستیال محمد اسلم سیاس نن د خوشه یې مهماتو د منع کنوانسیون د اجرا کېدو په اړه یوې غونډې ته وویل اړتیا ده ترڅو ددغو سیمو د پاکولو لپاره جدي اقدام وشي.

تخار، پکتیا، میدان وردګ او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې لاهم پکي خوشه ماینونو موجود دي.

له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د خدماتو دفتر هم په افغانستان کې د ماینونو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG