د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

حیواني محرقه او په میندوارو مېرمنو یې ناوړه اغېزه


په نننۍ خپرونه کې په حیواني محرقې یا بروسلوزس خبرې کوو چې مېرمنو ته په ځانګړې توګه د حمل په وخت کې ستونزې پیدا کوي، ماشوم یې سقط کیږي، دا چې دا مرض څنګه او له څه نه پیدا کېږي او د تداوي لارې چارې یې څه دي په خپرونه کې به ترې خبر شئ.

زموږ په ټولنه کې په اکثرو کورنیو کې داسې دود دی چې د مېرمنې روغتیا ته چندان توجه نه کیږي،که مېرمن کومه ناروغي ولري سمه ساتنه او پالنه یې نه کوي آن په ځینو مواردو کې ورته وایي ته د پلار له کوره مریضي راغلې یې، موږ ته خو دې غم نه ده راغلې او دې ته ورته نورې خبرې،نو په دې اساس میرمنې له ګڼو صحي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په هر صورت کې ملامته هم ښځه وي.

یوه له دغو ناروغیو نه حیواني محرقه یا بروسلوزس دی چې له حیوان نه انسان ته لیږدول کیږي دا ناروغي پر مېرمنو ډیره بده اغیزه کوي په تیره چې مېرمن حامله وي او دا میکروب واخلي نو حمل یې سقط یا ضایع کیږي،خو کورنۍ په داسې مواردو کې مور ملامتوي چې ولې یې ماشوم ضایع کیږي او دې خبرې ته هیڅ پام نه کوي چې مور ډاکتر ته بوځي او غم یې وخوري.

د کابل اوسیدونکې درخانۍ روشن زاده د خپلو نږدې خپلوانو کیسه کوي چې د مېرمنې وینه میکروبي شوې وه او ماشوم یې ضایع کېده خاوند یې د دې په ځای چې ډاکتر ته یې بوځي او تداوي یې وکړي ضد یې ورسر اخستی و چې ته ولې هلک ماشوم نه زیږوي او تل دې ماشومان نقصان کیږي نو خپله وړه لور یې ځانته بدل کړه او بل واده یې وکړ.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:28 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG