د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې زر عرادي ملي بسونه له افغانستان سره مرسته وکړي.

د دغه وزارت ویاند حکمت الله کوانچ آزادي راډيو ته وویل چې یاد وزارت د دغو ملي بسونو اړوند اسناد جوړ کړي او اوس په دې پلان کار کوي چې د کومې لاري او څه ډول دغه ملي بسونه افغانستان ته وارد کړي.

د ترانسپورټ وزارت د معلوماتو له مخې به ددغو ملي بسونو په واردولو سره به په هېواد کې ترانسپورټي ستونزي حل اود بسونو کرایي به هم کمې شي.

په افغانستان کې اوسمهال د ملي بسونو کرايي تر نورو موټرو کمې دي او که د بسونو په کرایو کې نور هم کموالی راشي دا به له اقتصادي نظره له خلکو سره یوه مرسته وي او هم به د دغو ملي بسونو د کرایو د راټولو له لارې د دولت د تراسپورتي سیستم اقتصاد پیاوړی شي.

XS
SM
MD
LG