د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

فعالان: د بېکارۍ له وجې د میدان وردګو ګڼ ځوانان په نشو اخته شوي


د میدان وردګو ولایت مدني فعالان او روڼ اندي وايي چې په یاد ولایت کې د پوهنې د کچې ټیټوالۍ، د ځوانانو بې کاري او هغوی ته د حکومت نه پاملرنه همدارنګه په ګڼو سیمو کې ناامنۍ او د دولتي واکمنۍ نشتون په نشو د روږدو کسانو د ډېریدو لامل شوي دي.

بلخوا د میدان وردګو ولایت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د ادارې مسوولین وايي چې دوی ته د اړوند وزارت لخوا په وروستیو دوه کلونو کې یوه افغانۍ هم د ځوانانو د بوختیا، تفریح، عامه پوهاوي او نورو ورزشي سیالیو د ترسره کولو لپاره ندي ورکړل شوي.

هغوی زیاتوي هڅه کوي یو شمېر ځايي شتمن او احساس لرونکي کسان د ځوانانو د ځنو برنامو سپانسر او تمویل ته تشویق کړي، خو دا هر څه د ځوانانو د غوښتنو او هیلو له اندازې لږ دي.

د میدان وردګو د ولایتي شورا غړی ډاکټر عصمت الله عاصم په یاد ولایت کې په نشو د روږدو کسانو د ډېریدو د لاملونو په باب ازادي راډیو ته وايي:

"روږدي کسان په میدان وردګو کې ډېر زیات دي او لاملونه يې هم واضح دي چې هغه تر ډېره د تعلیم د سطحې ټیټوالی، بیکاري، دې اړخ ته د دولت پوره نه پاملرنه او بل لوري ته په یو شمېر سیمو کې د حکومت د حاکمیت نشتون د روږدو کسانو شمېر ډېر کړی دی."

بېکاري او د افغانستان په ځنو سیمو کې امنیتي ګواښونه د دې لامل شوي چې یو شمېر افغاني ځوانان ګاونډیو هېوادونو او حتی اروپا ته په قاچاقي او غیر قانوني لارو لاړ شي.

د میدان وردګو یو مدني فعال ضیاء الدین کمال وايي چې د دوی ډېری ځوانان د کار او مزدوری لپاره ایران ته ځي او له هغه ځایه چې کله راستنیږي، نو څلورمه برخه يې په نشو روږدي شوي وي.

دی اندېښنه څرګندوي، کچیرې دې ستونزې ته پاملرنه ونشي، ممکن نشه د میدان وردګو د ځوانانو د فرهنګ په یوه برخه بدل شي.

ضیاء الدین کمال زیاتوي:

"زموږ اکثره دوستان چې د خوارۍ مزدورۍ لپاره بهر ته ځي لکه ایران ته نو له هغه ځایه څلورمه برخه په روږدي حالت کې راستنیږي، اوس اړتیا داده چې د دې روږدو کسانو ښه تداوي وشي چې نشه د خلکو او ځوانانو په فرهنګ بدله نشي."

د میدان وردګو ولایت د نشه يي توکو پر ضد مبارزې د ادارې مشر ذبیح الله فضلي وايي تر خپله وسه او امکاناتو يې له نشو د ځوانانو د راګرځولو لپاره هڅې کړي دي.

دی زیاتوي د خلکو په همکارۍ يې ځنې برنامې پلي کړي دي:

"موږ په خپله برخه کې د ځوانانو لپاره د فوټبال، والیبال او کریکټ ورزشي سیالۍ جوړې کړي، د عامه پوهاوی برنامې مو جوړې کړي چې په هغو کې دیني علماوو، قومي مشرانو د نشو ضرورنه د اسلام له نظره، د صحت او د قوانینو له اړخه دوی ته تشریح شوي دي، تر څو د نشو پر ځای تعلیم او نورو ګټورو پروګرامونو ته مخه وکړي. "

ذبیح الله فضلي وايي، که څه هم د ځوانانو د بوختیا او نورو پروګرامونو د پلي کیدنې لپاره فنډ او بودجه نلري، خو په میدان وردګو ولایت کې د روږدو ځوانانو د درملنې لپاره دوه روغتونونه جوړ شوي چې په دې سره د یو شمېر روږدو کسانو درملنې لپاره نسبي امکانات برابر دي.

نوموړی هیله څرګندوي چې افغان حکومت به د ځوانانو د زده کړو او هغوی لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په خاطر ډېر څه وکړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG