د لاسرسي لېنکونه

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تېرې شپې حملې درې واړه برید کوونکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د حملې هدف د نارټ ګېټ په نوم د بهرنیو یو لوژستیکي مرکز و.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په حمله کې د ځانګړو ځواکونو یو پولیس ټپی شوی دی.

حمله تېره شپه یوه نیمه بجه د څرخې پله د سړک نو په سیمه کې د یوه باروړنکي موټر په وسیله شوې ده.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له ښاغلي صديقي پوښتنه کړې، چې د حملې دقيق او تازه جزئيات څه دي؟

XS
SM
MD
LG