د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

کابل کې د بهرنیانو پر لوجیستیکي مرکز حمله پای ته ورسېده


د کورنیو چارو وزارت وایي چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند د تېرې شپې حملې درې واړه برید کوونکي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې د حملې هدف د نارت ګېټ په نوم د بهرنیو یو لوجیستیکي مرکز و.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې په حمله کې د ځانګړو ځواکونو یو پولیس ټپی شوی دی.

حمله تېره شپه یوه نیمه بجه د څرخې پله د سړک نو په سیمه کې د یوه باروړنکي موټر په وسیله شوې ده.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي چې سیمه د پولیسو له خوا کلا بنده ده او د حملې د زیانونو په اړه څېړنې روانې دي.

د پېښې په ځای کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې په یاده حمله کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

تېره شپه په کابل کې پر يوه مېلمستون د لارۍ موټر په وسيله لومړی د مازدا موټر په وسیله بمي چاودنه وشوه، وروسته وسله واله نښته پيل شوه.

لږ تر لږه څلورو وسله والو پر دغه کمپاونډ چې تر ډېره بهرنيان ورڅخه استفاده کوي، حمله کړې ده.

يوه محلي اوسېدونکي عبدالغني رويټرز اژانس ته وويل:

"درنو چاودنو له خوبه راويښ کړو، ومو کتل چې له هرې خوا دولتي ځواکونه راورسېدل، موږ پوه نه شولو چې چاودنه چېرې وشوه.

د دې چاودنې غږ د کابل په زياتو برخو کې اورېدل شوى او تر پېښې وروسته د کابل پر زياتو برخو برېښنا پرچاو شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې مسئولیت منلی او بهرنیو اتباعو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ د ماموريت يوه وياند وويل چې دغه ماموريت د وضعيت ارزونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کوټه سنګي کې د چسپکې ماین چاودنې له امله یو تن مړ او دری نور ټپیان.

XS
SM
MD
LG