د لاسرسي لېنکونه

د اسلامي دولت ډلې يا داعش په يوه ويډيويي پيغام کې پر خپلو سخت دريځو وسله والو غږ کړى چې په روسيه کې بريدونه وکړي.

دغه ٩ دقيقه يي ويډيويي پيغام پرون د دې ډلې له خوا پر يوټيوب خپور شوى دى.

په ويډيو کې يو کس ښکاري چې مول يې وهلى، په يوه صحرا کې موټر چلوي، خپله ګوته نېغوي او وايي، پوتينه واوره، موږ به روسيې ته درځو او ستاسو په کورونو کې به تاسې وژنو.

په ويډيو کې وسله وال کسان ښکاري چې پر زغروالو موټرو او خيمو حملې کوي او وروسته وسلې غنيمت کوي.

دا ويډيو په داسې حال کې خپرېږي چې روسيه او د امريکا متحده ايالات، په سوريه کې د داعش او القاعده جنګياليو پرضد د مبارزې لپاره په خپلو کې د استخباراتي او پوځي همکارۍ پر زياتولو په خبرو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG