د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

HRW: د افغان ولسمشر لومړي مرستيال پورې تړلي ځواکونه کليوال ډاروي


د بشري حقونو د څار ادارې يا هيومن رايټس واچ " Human Rights Watch " په خپله خپرونه کې پرون تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، د افغانستان د ولسمشر په مرستيال پورې تړلي ځواکونه کليوال ډاروي.

د ليکنې په پيل کې له افغان حکومت څخه غوښتنه شوې، هغه ملېشه وسله وال چې د جون مياشتې په وروستيو کې يې په فارياب ولايت کې د ملکيانو په وژنه او ځورونه کې لاس درلود، له قانون سره سم تعقيب کړي.

په ليکنه کې ويل شوي چې د بشري حقونو د څار ادارې تر يوې دغسې حملې وروسته له کليوالو سره مرکې کړې دي.

د هيومن رايتس واچ په ليکنه، د جنبش ګوند ملېشه، د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم ته وفادار دي.

د خپرونې په حواله، دى چې پخوانى جنګسالار دى، له اوږدې مودې راهيسې په جنګي جنايتونو کې دخيل دى چې په هغو کې د ٢٠٠١م کال په نوامبر مياشت کې د ده د ملېشه ځواکونو په توقيف ځايونو کې د سلګونو طالب بنديانو وژنه هم شامله ده.

د خپرونې په حواله، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جنبش ګوند د ملېشه وو له خوا د ملکيانو د وژنې په اړه د څېړنې امر کړى او د ملېشه وو ځينې غړي يې چې ادعا کېږي د خلکو په وژنو او ځورونو کې يې لاس درلود، نيولي دي.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د افغانستان د برخېلوړرتبه څېړونکې مېرمن پاتريشيا ګروسمن ويلي، "د دوستم د ملېشه ځواکونو له خوا په فارياب کې دغه وژنې د اوږدمهالو جنايتونو وروستي موارد دي."

هغې په خپلو خبرو کې ويلي، حقيقت دا دى چې دغه ځواکونه او په خپله د ولسمشر مرستيال دوستم کله هم مسوول نه دي ګڼل شوي او دې مسئلې د افغانستان په شمال کې امنيتي وضعيت اغېزمن کړى دى.

د خپرونې په ليکنه کې وړاندې راغلي، د جون مياشتې پر ٢٦مه، افغان اردو او د جنبش ځواکونو په فارياب کې د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات وکړل چې په هغو کې د يوناما په حواله، ملېشه ځواکونو لږ تر لږه ١٣ ملکيان ووژل او ٣٢ تنه نور ټپيان کړل.

د هيومن رايټس واچ خپرونې په حواله، وروسته له هغې چې طالبان له سيمې ووتل، د جنبش جنګيالي څلورو کليو ته ننوتل، پر کليوالو يې د طالبانو د ملاتړ په تور حملې وکړې، پنځه کسان يې ووژل او ١٢ تنه نور يې ټپيان کړل.

خپرونه ليکي چې په جولاى مياشت کې يې د هغو کليو له اوسېدونکو سره چې د جنبش ملېشه وو ورباندې حمله کړې وه، مرکې وکړې.

په ليکنه کې راغلي، د دغو حملو له کبله د ملېشه وو يو قوماندان هم عدالت ته راکش نه شو.

ټيليګراف:

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ټيليګراف په خپله تازه ګڼه کې د هغه ملا پر نيول کېدو ليکنه خپره کړې چې له يوې شپږکلنې نجلۍ سره يې د خپل واده د موضوع دفاع کړې ده.

په ليکنه کې ويل شوي چې دغه ملا د جمعې په ورځ ونيول شو او دا موضوع په جګړه ځپلي افغانستان کې په کم عمر کې د نجونو د ودولو ستونزه څرګندوي.

ټيليګراف ليکي، ٦٠ کلن عبدالکريم چې په غور ولايت کې نيول شوى، ادعا کوي د نجلۍ کورنۍ ورته خپله لور په خپل رضايت ورکړې ده.

خو د نجلۍ کورنۍ چې د هرات ولايت په اوبه ولسوالۍ کې مېشته ده، ګومان کېږي روحي ټکان يې خوړلى وايي، دا نجلۍ په هرات کې د ايران پولې ته څېرمه تښتول شوې، بيا غور ته انتقال شوې وه.

په غور کې د ښځو چارو رئيسې معصومې انوري ويلي، دغه نجلۍ خبرې نه کوي، خو يوه جمله تکراروي، هغه دا چې زه له دغه سړي څخه بېرېږم.

ويل شوي چې دغه نجلۍ دا مهال په غور کې د ښځو اړوند د امن کور کې ده. ويل شوي د هغې د پلار دوسيه هم په غور کې څارنوالۍ ته سپارل شوې چې ولې يې خپله وړه لور يوه سپين ږيري ته په نکاح کړې ده.

ټيليګراف ليکي، تر دې څو ورځې وړاندې په غور کې يوې ١٤ کلنې اميندوارې ښځې ته اور واچول شو او هغې قضيې هم ټول افغانستان ته ټکان ورکړى و.

XS
SM
MD
LG