د لاسرسي لېنکونه

چارواکي په لوګر ولایت کې د یو ماین په چاودنه کې د پنځو ملکي وګړو د وژل کیدو خبر ورکوي.

د لوګر د والي ویاند سلیم خان صالح ازادي راډیو ته وویل چې تیر ماښام په ارزې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر پر ماین برابر شو خو د صالح په وینا ۵ واړه وژل شوي کسان نارینه وو:

"ټول نارینه دي، په دوی کې یو په خوست ولایت کې د ماین پاکۍ کارکوونکی او نور ټول د سیمې قومي سپین ږیري دي. "

د لوګر د والي ویاند وویل، سیمه ییزو چارواکو ته امر شوی چې د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG