د لاسرسي لېنکونه

د المپیک د نړیوالې کمېټې مشر د دې ارګان د هغې پریکړې دفاع کړې چې د المپیک په لوبو کې پر روسي ورزشکارانو یې د حکومت په ملاتړ د ډوپنګ له کبله بندیز لګولی.

د IOC مشر توماس Thomas Bach پرون وویل، پر روسي لوبغاړو بشپړ بندیز له اخلاقي او قانوني پلوه د توجه وړ نه دی او زیاته یې کړه چې هر انسان په طبیعي عدالت کې په ټاکلې اندازه حقوق لري.

وروسته له دې چې د روسیې د حکومت په مرسته د روسي لوبغاړو له خوا د اضافي انرژۍ د تولیدوونکو موادو د کار اخیستو یا ډوپنګ د راپورونو له خپرېدو وروسته د المپیک نړیوالې کمېټې وویل چې په ریو دې جینیرو کې د سږني المپیک په لوبو کې پر ټولو روسي لوبغاړو به بندیز ونه لګوي خو له ډوپنګ څخه د پاکې سابقې او د هراړخیزې معاینې په ګډون په نړیوالو لوبو کې د ورزشکارانو د ګډون لپاره د معیارونو یوه مجموعه ټاکي.

تر دې دمه د ټولو ۳۸۷ روسي لوبغاړو له ډلې څه باندې ۲۵۰ تنه د ریو په لوبو کې د ګډون لپاره تایید شوي دي.

XS
SM
MD
LG