د لاسرسي لېنکونه

په کابل کې پر يوه مېلمستون او لوژستيکي مرکز د لارۍ موټر په وسيله بمي چاودنه شوې، وروسته وسلواله نښته شوې ده.

لږ تر لږه څلورو وسلوالو پر دغه کمپاونډ چې تر ډېره بهرنيان ورڅخه استفاده کوي، حمله کړې ده.

يوه محلي اوسېدونکي عبدالغني رويټرز اژانس ته وويل:

"درنو چاودنو له خوبه راويښ کړو. ومو کتل چې له هرې خوا دولتي ځواکونه راورسېدل، موږ پوه نه شولو چې چاودنه چېرې وشوه."

افغان امنيتي سرچينې وايي، د کابل نړيوال هوايي ډګر په ختيځ کې وسلوالو د نارتګېټ هوټل نژدې له درنې چاودنې وروسته وسلواله جګړه پيل کړه.

د دې چاودنې ږغ د کابل په زياتو برخو کې اورېدل شوى او تر پېښې وروسته د کابل پر زياتو برخو برېښنا پرچاو شوه.

وسلوالو طالبانو د حملې مسووليت منلى دى.

په دې جګړه کې د تلفاتو د دقيق شمېر په اړه لا راپور نه دى ورکړل شوى دى.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ د ماموريت يوه وياند وويل، چې دغه ماموريت د وضعيت ارزونه کوي.

XS
SM
MD
LG