د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي اداره پرانېستل شوه


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د درملو د کنټرول او د روغتیايي سیسټم د څارنې لپاره یې د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي اداره پرانیسته.

د روغتیايي محصولاتو او تنظیم ملي اداره به د فساد په کموالي، د جوازونو، د روغتیايي قوانینو د څېړنې، د درملو او طبي محصولاتو د کنټرول او د بې کیفیته او د لوړې بیې دواګانو د څارنې په برخه کې کار وکړي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د یکشنبې په ورځ د یادې ادارې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې دغه اداره به هڅه وکړي، څو د خلکو باور ترلاسه او ښه طبي خدمتونه وړاندې کړي.

ښاغلی فیروز وايي:

"د مسلکي همکارانو په مرسته موږ توانېږو، هغه نیک هدف ته چې د بې کیفیته درملو مخنیوی د دواګانو خوندیتوب او مناسبه بیه ده ورسیږو."

د ښاغلي فیروز په خبره دا مهال افغانستان ۹۵ فیصده درمل له نورو هېوادونو واردوي او دا کار د هغه په خبره د دې سبب شوی چې په هېواد کې بې کیفیته او په لوړه بیه درمل ولرو.

ښاغلي فیروز په خبره دا مهال افغانستان ۹۵ فیصده درمل له نورو هېوادونو واردوي
ښاغلي فیروز په خبره دا مهال افغانستان ۹۵ فیصده درمل له نورو هېوادونو واردوي

په ورته وخت کې د نوې رامنځ ته شوې ادارې اجراییه رییس نور شاه کامه وال ازادي راډیو ته وویل، اداره او همکاران به یې هڅه وکړي څو ټولې هغه ستونزې چې دا مهال په طبي برخه کې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي حل کړي.

په همدې حال کې یو شمېرعام افغانان د درملو له لوړې بیې او بې کیفیتي څخه شکایت کوي او له دولته غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

دوو تنو کابل ښاریانو پروین او حمیدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"۱: افغانان بې وزلي او غریب دي، موږ ته ویلای شوي چې د درملنې لپاره پاکستان یا هند ته ولاړ شئ، خو موږ پیسې نه لرو چې هند یا پاکستان ته د بشپړې درملنې لپاره ولاړ شو، باید ښه درمل افغانستان ته راوړل شي چې دلته زموږ درملنه پرې وشي.

۲: دولت باید د درملو پلورونکي او واردونکي تعقیب کړي او خلکو ته د درملو مناسبې بیې اعلان کړي، څو د درملو پلورونکي هغه له ټاکلې بیې په لوړه بیه ونه پلوري."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په کلني ډول افغانستان د څلورسوه میلیونه ډالرو په بیه درمل واردوي.

دغه وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د بې کیفیته درملو د مخنیوي لپاره یې پراخې هلې ځلې پيل کړي، خو خلک وايي چې یاد وزارت په دې برخه کې په کړېو ژمنو کې پاتې راغلی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG