د لاسرسي لېنکونه

د داعش ډلې وسله والو نن د عراق په شمال کې د تېلو پر يوه ساحه او د ګازو پر تاسيساتو حمله وکړه.

چارواکي وايي، په کرکوک ولايت کې د کرد جنګياليو تر ولکې لاندې سيمو کې دننه په دغو کم سارو حملو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

اوله حمله د کرکوک د شمال لوېديځ په ١٥ کيلومترۍ، د ګازو پر تاسيساتو وشوه چې څلور وسله وال د لاسي بمونو په مرسته وردننه شول.

دوى څلور کارکوونکي ووژل او دوه ساتونکي يې ټپيان کړل، وروسته يې هلته ګڼ بمونه ځاى پر ځاى کړل.

امنيتي چارواکي فکر کوي چې بريدکوونکي وروسته د تېلو يوې ساحې لاړل او هلته يې هم ورته حمله وکړه او د کرکوک د تېلو تر ټولو لويه ذخيره يې ويجاړه کړه.

په دې دويم بريد کې يو انجنير وژل شوى او اووه تنه نور ټپيان شوي دي. پوليس وايي، درې بريدکوونکي وژل شوي او څلورم تښتېدلى دى.

د داعش خبري اژانس اعماق راپور ورکړى چې د تېلو پر ذخيرې د دوى جنګياليو بريد کړى، په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

د کرکوک پر ځينو برخو د عراق د کردستان خودمختارې سيمې جنګيالي او پر ځينو نورو برخو داعش ډله کنټرول لري.

XS
SM
MD
LG