د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

اتمر: داعش ته په افغانستان کې د پښو ایښودو اجازه نه ورکوو


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وایي، د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په بشپړه توګه د داعش د ډلې له موجودیته پاکه شوې او دغې ډلې ته به په هېواد کې نوره د پښو ایښودلو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي اتمر دا خبره د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ختیځو ولایتونو د سراسري ټولنیزې شورا په غونډه کې وکړه.

ده وویل، د ختیځو ولایتونو اوسیدونکي د داعش او نورو نړیوالو تروریستانو د حملو له امله له ډول-ډول ستونزو سره مخ شوي خو حکومت د دې ولسونو ستونزو ته په کتو سره قوي اراده کړې چې په ختیځو ولایتونو کې سوله او ثبات ټینګ کړي.

ده وویل، د ختیځو ولایتونو اوسیدونکي د داعش او نورو نړیوالو تروریستانو د حملو له امله له ډول-ډول ستونزو سره مخ شوي
ده وویل، د ختیځو ولایتونو اوسیدونکي د داعش او نورو نړیوالو تروریستانو د حملو له امله له ډول-ډول ستونزو سره مخ شوي

ښاغلي اتمر زیاته کړه:

"پرون شپه د کوټ ولسوالۍ په مکمل ډول د داعشیانو له منحوس وجوده پاکه شوه، اوس په اچین ولسوالۍ کې لګیا یو. فیصله دا ده چې د دوی یوه قرارګاه او پټن ځای به یې هم په هېواد کې نه پاتې کیږي. موږ به په دې مقدس جهاد کې خپل اتفاق او اتحاد ساتو، د داعش او نورو تروریستانو پر ضد."

ښاغلي اتمر وویل، په حکومتولۍ کې اوس هم ستونزې شته او هیله ده چې د ختیځو ولایتونو شورا د حکومت د نیمګړتیا د پوره کولو او یو پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره، حکومت ته مشورې ورکړي او مرسته ورسره وکړي.

ښاغلي اتمر د ختیځو ولایتونو د سراسري ټولنېزې شورا استازېو ته ډاډ ورکړ چې د دغې شورا غوښتنې انتقادونه او وړاندیزونه به په اخلاص سره اوري او د ستونزو د حل لپاره به له دغې شورا سره دایمې مرستې کوي.

د ختیځو ولایتونو د سراسري ټولنې شورا نوی منتخب رئيس عبدالخالق حسیني پشه یې وویل، د ختیځو ولایتونو اوسیدونکي له شاوخوا یوه کال راهیسې د داعش او داسې نورو وسله والو ډلو له خوا له درنو مالي او ځاني زیانونو سره مخ دي.

ده حکومت ته د سیمې د سولې، ثبات او پراختیا لپاره یو لړ وړاندیزونه وکړل:

"د ختیځو ولایتونو سترو ستونزو ته اشاره کوم. هیله ده حکومت ورته پام وکړي. دښمن پلان لري ختیځ ولایتونه د تروریستانو د مرکز په توګه غوره کړي، په سیمه امنیت مخ په خرابېدو دی، انسان تښتونه زیاته شوې په ننګرهار کې د ښې حکومتولۍ اثارنه لیدل کیږي، اکاډمیک مرکزونه باید له دښمنه وژغورل شي."

د ختیځو ولایتونو سراسري ټولنیزې شورا دا هم وویل، ختیځ ولایتونه، د برېښنا د تولید، د سوداګرۍ، کرنې او مالدارۍ او داسې نور چارو د پراختیا ډیرې زمینې لري او حکومت دې ورته پلانونه ترتیب کړي.

ښاغلي اتمر وویل، حکومت د دې ولایتونو سولې، ثبات او پراختیا ته قوي اراده او پلانونه لري.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG