د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

راستانه شوي کډوال د لومړنیو او دوامدارو مرستو غوښتنه کوي


له پاکستانه هېواد ته تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي، عمده ستونزې یې دا دي چې د څښاک اوبه او سرپنا نه لري، ماشومان یې له ښوونځیو محروم دي او دوی ته کار نه پيدا کیږي.

د دغو راستنو شوېو کډوالو له ډلې یې ځینو د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

هېواد ته راستانه شوي افغان کډوال
هېواد ته راستانه شوي افغان کډوال

دوه تنه راستانه شوي کډوال بشیر حسین او محمد الله وايي:

"۱: په پاکستان کې کډوال وو، اوس بېرته هېواد ته راستانه شوي یو، کډوالو له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي، کور نشته د څښاک د پاکو اوبو نه پیدا کیږي او ښوونځي هم نشته چې په سختی کې ژوند کوو.

۲: حکومت باید بېرته راستنو شوېو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې او د کار زمینې برابرې کړي."

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې دوه لکه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې دا لړۍ په دې وروستیو څو ورځو کې لا پسې چټکه شوې ده.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل ازادي راډيو ته وویل چې یوازې په تېرو نهو ورځو کې څه باندې ۱۳ زره کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي چې ډيری یې د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل

ښاغلي میاخیل زیاته کړه، افغان حکومت له یو شمېر نړیوالو اړوندو موسسو سره په ګډه کار کوي څو د نوېو راستنو شوېو کډوالو ستونزې حل کړو.

دی وايي:

"د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یو شمېر ملې او نړیوالو ادارو سره په ګډه کار کوي هغه افغانان چې هېواد ته راستنیږي، دننه په هېواد کې یو شمېر اسانتیاوې برابرې کړي، موږ له بېلابېلو ادارو سره کار کوو څو هلته چې کډوال اوسېږي پراختیايي پروژې پلي کړو، دوی ته روغتونو، ښوونځي او اوبه ورته ورسوو، دا هغه مسایل دي چې موږ اوس ورباندې کار کوو."

ښاغلي میاخیل زیاته کړه، د هرې ورځې په تېرېدو د کډوالو د راستنېدو لړۍ مخ په چټکېدو ده چې د دې ستونزو هواری د کډوالو چارو وزارت له توانه وتلې خبره ده.

د کډوالو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي چې په دې برخه کې زیاتې مرستې وکړي.

بل لورته په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد وايي چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره یې د راستنېدنې پیسې چې پخوا۲۰۰ ډالره و، اوس یې څلور سوه ډالر کړي دي.

ښاغلي فرهاد ازادي راډیو ته وویل، اداره یې له هغه کډوالو سره د کور جوړولو مرسته کوي چې ځمکه ولري.

وروسته له هغې چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه او د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکې کړکیچنې شوې په پاکستان کې افغان کډوالو له ستونزو سره مخ شول.

په تورخم کې له شخړې وروسته په پاکستان کې هم (خپل وطن، ګل وطن ) په نوم کمپاین پيل شو چې له دې سره افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو چارې چټکې شوې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG