د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

غورځنګ: مسکو د کابل غوښتنې هر اړخېزې څیړي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د افغان پوځیانو د سمبالتیا په خاطر له روسیې نه د همکاریو ژمنې ترلاسه کړي دي.

په ښو وسلو او مهماتو د افغان پوځیانو سمبالول او د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې او امنیتي همکارېو پراختیا هغه غوښتنې وې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له روسي چارواکو څخه یې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یادو برخو کې د روسیې همکاري غوښتنې چې مقابل لوری هم د یادو غوښتنو د هر اړخېزو څېړلو او ځوابولو ژمنه کړې ده.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"افغان دولت باوري دی چې له ترورېزم سره د مبارزې او په افغانستان او سیمه کې د تروریستانو له خوا د رامنځته کیدونکو ګواښونو د دفاع لپاره اړتیا ده چې افغان پوځیان ښه سمبال شي. له دې امله روسیه هم د افغان حکومت په څېر لید لوری لري او ژمنه یې کړې چې د افغان پوځیانو د سمبالتیا په خاطر به د افغان دولت په مشخصو غوښتنو اړونده ادارې هر اړخېزې څېړنې پیل کړي."

ښاغلي غورځنګ وویل، د ملي امنیت سلاکار له روسي چارواکو نه د افغان پوځیانو لپاره د پوځي هلیکوپټرو او د هغو روسي وسلو مهمات غوښتي چې اوس وخت په افغانستان کې د پوځیانو له خوا کارول کیږي.

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر
د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر

د ملي امنیت سلاکار ښاغلی اتمر په داسې حال کې تېره اوونۍ روسیې ته ولاړ او له خپل سیال او نورو روسي چارواکو سره یې ولیدل چې ولسمشر ویلادمیر پوتین له افغانستان سره د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

روسیې څه وخت مخکې افغان ملي پولیسو ته لس زره میله کلاشینکوفونه هم ورکړل.

که څه هم د ملي امنیت شورا د روسیې د پوځي همکارېو په اړه هیله ښيي، خو ځیني پوځي کارپوهان په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور ته په کتو وايي چې روسیه له افغان پوځیانو سره بنسټیزې مرسته نه شي کولای.

د دفاع پخواني وزیر او پوځي کارپوه شهنواز تڼی
د دفاع پخواني وزیر او پوځي کارپوه شهنواز تڼی

د افغانستان د دفاع پخواني وزیر او پوځي کارپوه شهنواز تڼي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"روسان په افغانستان کې سطحي کومکونه کولای شي خو ژور کومکونه، بنیادي مرستې د نړیوال ایتلاف او امریکایانو په موجودیت کې نه شي کولای. نړیوال ایتلاف روسانو ته د خپل موجودیت په دوران کې په افغانستان کې روسیې ته اجازه نه ورکوي."

له افغانستان سره د روسیې د پوځي همکاریو مسئله د ډېرو کارپوهانو په نظر حساسیت پارونکې ده خو یو شمېر نور له دې خبرې سره موافق نه دي.

پوځي او سیاسي کارپوه حی ګل سلیمان خیل وايي چې افغانستان کولای شي له خپلو نړیوالو ملګرو په خاصه توګه له امریکا سره په مشوره د روسیې پوځي مرستې ترلاسه کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG