د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان امنیت شورا روسیې ته د ملي امنیت د سلاکار سفر له لاسته راوړنو ډک بولي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل، روسیې ژمنه کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې به د افغانستان پر غوښتنو غور وکړي.

غورځنګ وايي، روسیه په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او له د دغې پدیدې د ګواښونو په وړاندې افغانستان سره یو شان لید لوری لري.

محمد حنیف اتمر په دې وروستیو کې روسیې ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG