د لاسرسي لېنکونه

د ارمنستان په پلازمېنه يريوان کې نن سهار هم د پوليسو او وسله والو کسانو ترمنځ چې د پوليسو يو مرکز يې نيولى، کړکېچ روان و.

دوې اوونۍ کېږي چې وسله والو د پوليسو دغه مرکز نيولى دى، دا په داسې حال کې ده چې چارواکو پرون ورځ د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه او ويلي وو تر دې مهلت وروسته دوى ښايي د وسله والو پرضد پراخه حمله پيل کړي.

پرون ناوخته د پوليسو له اشغال شوې ودانۍ بهر د چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل شوي دي.

خو نن سهار وختي د ازادۍ راډيو د ارمنۍ څانګې د خبريال په هغه ويډيو کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، پوليس ښکارېدل چې له ودانۍ بهر يې موانع ايجاد کړي دي.

تر دې يوه ورځ مخکې په دې ځاى کې يو پوليس افسر چې د ګزمې په موټر کې روان و، د پوليسو له دې نيول شوې ودانۍ څوسوه متره ليرې په ډزو ووژل شو.

د دغو وسلوالو ډېره برخه هغه پوځيان دي چې د اذرباييجان پرضد د نګرنو قره باغ په شخړه کې جنګېدلي او د جولاى له ١٧مې راهيسې په ودانۍ کې دننه دي.

دوى د اپوزيسيون د بندي شوي رهبر ژیرایر سفیلیان خوشې کېدل غواړي، دى ”د پارلمان د تاسيس غورځنګ“ رهبري کوي.

وسله وال دغه راز د ارمنستان د ولسمشر او صدراعظم د استعفى غوښتنه لري او انتقاد لري چې دغو حکومتي مشرانو له اذرباييجان سره د نګرنو قره باغ اوږدمهالې لانجې ته سمه رسيدګي نه ده کړې.

پرون ناوخته د دغو وسلوالو په زرګونو ملاتړي د ارمنستان په پلازمېنه يريوان کې په يوه اعتراضيه غونډه کې راټول شول او له چارواکو يې غوښتنه وکړه، چې د پوليسودوانۍ د اشغال د ختمېدو لپاره دې ځواک نه کاروي.

XS
SM
MD
LG