د لاسرسي لېنکونه

د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسيس نن د پولنډ کراکوف ښارته نږدې په هغو مذهبي مراسمو کې برخه اخلي چې په پرانيستې فضا کې ترسره کېږي.

تمه کېږي يو مليون او شپږلکه کسان به په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

په سلګونو زره زلميانو، کشيشانو، پېشاهنګونو او کورنيو د دغو مراسمو په درشل کې چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې فستيوال نوم ورکړل شوى، تېره شپه په خلاصه فضا کې تېره کړه.

پاپ فرانسيس تېره شپه له ماشومانو وغوښتل چې په هوشمند ټليفونونو د وخت ضايع کولو پر ځاى دې له کورونو بهر ووځي او ژوند دې تجربه کړي.

تر دې مخکې ده د پولنډ د اوشويڅ په نامه کمپ وکوت او هلته يې خبردارى ورکړ، هغه ظلم او ستم چې دلته پېښ شوى و، په دويمې نړيوالې جګړې سره پاى ته نه دى رسېدلى.

XS
SM
MD
LG