د لاسرسي لېنکونه

ترکيې په امريکا له دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن سره د اړيکو په تور د وسله والو ځواکونو نژدې ١٤٠٠ غړي له دندو لېرې کړل.

ترکيې پر ګولن تور لګولى چې د روانې مياشتې په لومړېو کې يې د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دغه تورونه ردوي.

په دولتي خبري اژانس انادولو کې نننى راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې تر دې څو ساعته مخکې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پېشنهاد وکړ چې د پوځ اعلى سرقومانداني او استخباراتي اداره به د جمهوري رياست تر امر لاندې راشي.

په اساسي قانون کې دغه اصلاحات چې پوځ د حکومت په کنټرول کې راولي، بايد د پارلمان د اکثريت غړو لخوا تصويب شي او اردوغان به اړ وي، چې د اپوزيسيون ګوندونو ملاتړ هم جلب کړي.

اردوغان ويلي، پوځي ښوونځي به وتړي او يو ملي دفاعي پوهنتون به تاسيس کړي.

د جولاى د ١٥مې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته د فشارونو په لړ کې دا وروستي بدلونونه نوي دي.

XS
SM
MD
LG