د لاسرسي لېنکونه

logo-print

د ترکيې دولتي رسنیو ویلي چې محاکمو اته سوه هغه سرتېري خوشې کړي چې د کودتا د وروستۍ ناکامې هڅې په تور د تحقیقاتو لپاره زنداني شوي وو.

د محکمې د حکم له مخې د استانبول لویې څارنوالۍ ۷۵۸ سرتېري چې پلټنې ترې شوي، ازاد کړل.

په استانبول کې په پرونیو خوشې شویو کې د پوځي ښوونځي یو شمېر محصلان هم شامل دي.

بل لورته د انقرې یوې محکمې هم ۴۷ سرتېري چې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته توقیف شوي وو، خوشې کړل.

د ترکيې د کورنیو چارو د وزارت په وینا ۹ زره کسان چې اکثریت‌يې پوځیان دي د کودتا له هڅې وروسته زندان ته اچول شوي دي.

راپورونه وايي چې د ترکيې حکومت زرګونه نور کسان هم د کودتا په هڅه کې د لاس لرلو په تور زنداني کړي دي.

XS
SM
MD
LG