د لاسرسي لېنکونه

په ټکزاس کې پرون د یوه بالون د پریوتو په پېښه کې لږترلږه ۱۶ کسان مړه شول.

محلي رسنیو ویلي چې بالون په هوا کې و او د اور د لګېدو امله په یوې کروندې کې راپریوت.

راپورونه د ټکزاس د چارواکو په حواله وايي چې په دې پېښه کې په بالون کې له سپرو کسانو څخه یو هم ژوندی پاتې نه‌دی.

د ټرانسپورټ د مصونیت ملي ادارې ویلي چې د دوی کارکوونکي سیمې ته په رسېدلي چې د پېښې د علت په اړه پلټنه وکړي.

XS
SM
MD
LG