د لاسرسي لېنکونه

وزیرستاني کډوال په بېرته ستنېدو کې زړه نا زړه دي


په خوست ولایت مېشت وزیرستاني کډوال

په خوست ولایت مېشت وزیرستاني کډوال

د خوست په ګلان کېمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي چې د پاکستان حکومت ورته د بېرته ستنېدو لپاره مشخصې فورمې رالیږلي دي.

دوی وايي په دې فورمونو کې د کډوالو د کورنۍ د مشر نوم ، د کورنۍ غړو شمېر، شخصي ګاډي، د څارويو ډولونه او تعداد همدارنګه د کور د نورو وسایلو ذکر په کې راغلی دی.

کډوال زیاتوي، یو شمېر خلکو دا فورمې ډکې کړي دي، خو یو شمېر نور بیا د دې فورمونو ډکولو ته حاضر نه دي، ځکه په شمالي وزیرستان کې دوی لپاره د امن تضمین نشته، دوی د ژوند ضروري اسانتیاوې نلري او هلته د نفقې د ګټلو لپار کار و بار هم نشته.

د ملک عمر خان په نوم د کډوالو یو تن مشر د دې کاغذونو او فورمونو په تړاو ازادي راډیو ته وايي:

"دا فورمې د میرانشاه پولټیکل اجنټ رالیږلي کامران افریدی نومیږي، کله چې د متاثرینو مشران ورشي، دا فورمې ورکوي چې په هغه کې د کورنۍ غړي، موټر، څاروي او نور چې پدې لاره يې وړي، پدې فورم کې به يې اچوي."

ملک عمر خان زیاتوي، د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې وزیرستاني کډوال په دریو برخو تقسیم دي، یوه حصه حتماً بېرته ستنیږي، یوه حصه پاتې کیږي او بله حصه که مرستې وي، پاتې کیږي او که نه وي نو دوی هم ځي.

یو تن وزیرستانی ځوان وايي چې کډوالو ته تر ستنیدو مخکې باید هلته د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې شي:

"زما نوم باختر الله دی د مندرخېلو اوسیدونکی یم، موږ ته چې د شمالي وزیرستان د پولټیکل لخوا کومې پارچې راغلې وې، اخطارونه يې کړي وو چې تاسو خامخا وزیرستان ته راشئ، که رانغلئ زه ستاسو شنختي کارډونه بلاک کوم، موږ چې هغې تباه وطن ته ولاړ شو، څه شی به پکې وکړو، نه تعلیم په کې شته او نه نور د روزګار چا په کې شته چې د خلکو د غریبت وخت په کې تېرشي، موږ پدې وجه نشو ورتلئ."

یو بل تن وزیرستانی ځوان وايي، چې پاکستان حکومت غواړي کډوالو لپاره هلته کېمپونه جوړ کړي او دوی نه غواړي چې کېمپونه ته ولاړ شي، ځکه په خوست کې يې هم د سرپناوو په جوړولو لګښټونه کړي دي:

"زما نوم شاه امان الله دی، د ته خېلو اوسیدونکی یم، پاکستان حکومت غوښتي یو، پارچې يې رالیږلي او وايي چې تاسو بېرته راستانه شئ، تاسو خپل نومونه راولیږئ چې ستاسو موږ تعداد مالوم کړو بیا تاسو د غلام خان په لاره موږ اجازه درکوو، ځنو خلک پدې ندي لیکلي چې دا خلک کېمپ ته لیږي، زموږ خلک وايي چې موږ دې بنو ته بوځي، ځکه خپل وطن ته هم نه ځي، زموږ په وطن کې امن نشته، کله چې دوی زموږ په وطن کې سکولونه جوړ کړي، مدرسې جوړې کړي، بازارونه جوړ کړي، له هغې وروسته به موږ بیا خپل وطن ته ځو."

قومي مشر ملک عمر خان د دوی د ستنیدو پر وړاندې یوه اساسي ستونزه ځنې شرطونه ګڼي چې دا شرطونه په هغه ځای کې د دوی ژوند له ستونزو سره مخامخوي:

"پاکستان موږ سره وعدې وکړې چې تاسو له خپلو سیمو ووځئ، دلته عرب، ازبک او نور دي، موږ دا وباسو که تاسو ته څه نقصان رسیږي، موږ يې مواعضه درکوو، اوس راغلو او بیرته چې ځو دوی راسره دا زیاتۍ کوي چې له خپلو کورنو به بل کور ته نه اوړئ، بل به تاسو ازادانه تجارت نشئ کولای، بل چې طالب د چا په خاوره کې دمه که وکړي د دې ذمه واري به په دا باندې وي، که صفا وزیرستان راکوي، نو موږ یو هم نه پاتې کیږو، خو د صفا وزیرستان لپاره موږ ضمانت غواړو."

بلخوا د خوست ځايي چارواکي وايي چې وزیرستاني کډوال په خپله خوښه خوست کې مېشت شوي او تر کومه چې دوی اوسیږي، ځايي ادارهاو نورې مرستندویه موسسې به ورسره د امکاناتو په چوکاټ کې مرسته کوي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې د وزیرستانیو کډوالو د پاتې کیدو او ستنیدو پریکړه د دوی خپله ده او تر کومه چې پدې سیمه کې دي، دوی د خوست د خلکو میلمانه دي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG