د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې د میدان وردګو د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه کابل ته د فارغ شویو افغان پولیسو د انتقالېدو د قضیې په اړه یې څېړنې نهايي کړې او ډېر ژربه یې محکمې ته واستوي.

د دغه ادارې ویاند بصیر عزیزي وايي چې لویې څارنوالۍ په دغه قضیه کې د ملامتو کسانو پر وړاندې اقامه دعوا هم ترتیب کړې ده.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي چې د میدان وردګو د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه کابل ته د فارغ شویو افغان پولیسو د انتقالېدو په قضیه کې به ګرمو کسانو سره هرو مرو قانوني چلند وشي.

ددغې ادارې ویاند بصیر عزیزي د شنبې په ورځ کابل کې یویې خبرې غونډې ته وویل چې په ډېر احتمال ددغه قضیې نهايي شوې څیړنې د یکشنبې په ورځ محکمې ته واستول شي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل د لویدځ په قلعه حیدرخان سیمه کې وسله والو طالبانو پر هغو پنځو بسونو چې له میدان وردګو یې کابل ته تازه فارغ شوي پولیس محصلین لیږدول انتحارې حملې وکړې چې له کبله دیرش محصلین ووژل شول او له اتیاوو زیات ټپیان شول.

هغه مهال جمهوري ریاست د یویې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د پولیسو په لیږد کې د هر ډول بې غورۍ په صورت کې به تعقیبي اقدامات تر سره شي.

XS
SM
MD
LG