د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

پوپلزی: افغان لوبغاړو د ۲۰۱۶ المپیک سیالیو ته چمتووالی پیل کړی


د ۲۰۱۶ کال المپیکي سیالیو ته افغان لوبغاړو په برازیل کې خپل چمتووالی پیل کړی دی.

د المپیک ملي کمېټې سکرترجنرال محمدیونس پوپلزي ازادي راډیو ته وویل د افغان ټیم ټول لوبغاړي برازیل ته رسېدلي او د اګست تر پنځمې یعنې د سیالیو تر پیل پورې به خپل چمتووالی نور هم زیات کړي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي د ۲۰۱۶ کال په المپیکي سیالیو کې ټولو ګډون کوونکو افغان لوبغاړو د برازیل په مرکز ریو دی جینیرو ښار کې خپل تمرینونه پیل کړي او له افغانستان څخه به ښه استازیتوب وکړي.

د دې کمېټې سکرترجنرال محمدیونس پوپلزي د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل د ځغاستې په برخه کېاو جودو په برخه کې درې افغان لوبغاړي په المپيک کې برخه اخلي او له پخوا یې ښه چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړه:

"اتلتیک یا منډې وهلو ټیم یوه اوونۍ شوې چې تللي دي، سیالۍ یې هم په ۱۱ تاریخ دي او دوه اونۍ نورې هم لري چې ښه ځان له سیالیو او ډګرونو سره بلد کړي، جودوکار توفیق بخشي ته په ۱۳ تاریخ لوبه کوي او نږدې دوه اوونۍ وخت لري څو چمتووالی لا هم زیات کړي، په مجموع کې تر اوسه پورې چمتووالی ښه دی خو اصلاً د افغانستان حضور هلته مهمه و."

د جودو په برخه کې توفیق بخشي، د نجونو د ځغاستې یا منډې وهلو په برخه کې کیمیا یوسفي او د نارینه و په برخه کې عبدالوهاب ظاهري هغه افغان لوبغاړي دي چې په یاد المپيک کې د افغانستان استازیتوب کوي او ټول یې په وړیا جواز یا سپین کارت ورغلي دي.

د المپيک ملي کمېټې سکرترجنرال دا هم وویل چې له دغو لوبغاړو سره په روزونکو سربېره د المپیک دوه دوره يي افغان اتل روح الله نیکپا هم مل دی او دا به د لوبغاړو د روحیې په لا پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

د سږ کال په المپیکي لوبو کې ټولو افغان لوبغاړو ته سپین کارت یا وړیا جواز ورکړل شوی دی چې دې مسلې ډېرې اندېښنې راولاړې کړي دي.

د المپيک سیالۍ څلور کاله وروسته ترسره کېږي چې ډېری لوبغاړي په خپل مټ د سیالیو له لارې ورته لار پيدا کوي او په ځینو حالاتو کې د هېوادونو د ګډون لپاره یو شمېر لوبغاړو ته وړیا جواز هم ورکوي.

افغانستان تر یوه ډېر ځنډ وروسته له ۲۰۰۴ کال را په دې خوا په المپیکي سیالیو کې برخه اخیستې چې دوه ځل یې د روح الله نیکپا په واسطه په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې د تکواندو دوه برنز مډالونه ګټلي دي.

روح الله نیکپا
روح الله نیکپا

د ۲۰۱۶ کال په المپیک کې د افغان لوبغاړو کم حضور کارپوهان او لوبغاړي هم ناهیلي کړي دي.
د ورزشي چارو کارپوه او د بدني رزونې استاد ذبیح الله شهزاد آزادي راډیو ته وویل په المپیک کې اوس یوازې برخه اخیستل مهمه نه دي بلکې افغانستان چې دوه واره پخوا یې المپیکي مډالونه ګټلي باید د دغو سیالیو لپاره یو قوي ټيم جوړ کړی وای.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د المپيکي ټیم یوازې ګډون مهم نه دی ځکه چې زموږ لوبغاړي روح الله نیکپا په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کال کې دوه وار د برنزو مډالونه وګټل، له همدې ورځې باید زموږ ورزشي ادارې او چارواکي د ۲۰۲۰ کال المپيکي سیالیو ته چمتووالی ونیسي او افغان لوبغاړي خپل بشپړ چمتووالی ونیسي."

ښاغلی شهزاد وايي افغان لوبغاړو په داسې حال کې المپيک سیالیو ته وروستی چمتووالی پیل کړی چې ډېرو لوبغاړو د المپیک غوراوي سیالۍ له لاسه ورکړې او نور دا هیله نه شي ترې کیدلای چې اوس ښې پایلې ترلاسه کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG