د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

مرتضوي: په فساد کې د ښکېلو چارواکو د دوسیو څېړل پیلېږي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د اداري فساد پر ضد د عدلي او قضايي مرکز دارالانشا رسماً نن خپل کار پیلوي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي چې دغه مرکز به د ورکړل شویو ځانګړو صلاحیتونو پر اساس ډېر ژر په فساد کې د ښکېلو لوړ پوړو دولتي چارواکو د دوسیو څېړل پیل کړي.

د افغانستان جمهوری ریاست وايي چې عدلي او قضايي مرکز به د پوه او مجربو څارنوالانو او قضایانو په موجودیت د لوړ پوړو دولتي چارواکي هغه مهمې دوسیې په اساسي توګه وڅېړي چې تر اوسه یې پر وړاندې اقدام نه دی شوی.

د ولسمشرد ویاند یوه مرستیال شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز په بشپړه توګه خپلواکه دی خو حکومت ترې د فساد د مهمو دوسیې په اړه د اساسي پرېکړو توقع لري.

مرتضوي:دغه مرکز په بشپړه توګه خپلواکه دی
مرتضوي:دغه مرکز په بشپړه توګه خپلواکه دی

هغه زیاته کړه:

"دارالانشا نن رسماً خپل کار پیلوي او هغه امکانات چې دوی ته سپارل کېږي هغې ته کتو به یې ډېر ژر فعالیتونه پراخ شي، دغه مرکز به لویې دوسیې چې د وزیرانو، معینانو او د حکومت د ارشدو څېرو په سطحه کې وي چې په فساد کې ښکېل دي څېړي او په راتلونکو اوونیو که به تاسو د دې شاهد اوسې چې دوی کومې دوسیې څېړي."

ښاغلی مرتضوي وايي چې حکومت له اداري فساد سره د موثرې مبارزې په هدف د تېرې پنجشنې په ورځ د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې د شورا چې مشري یې ولسمشرغني کوي لومړنۍ ناسته وکړه.

له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز هم د یادې شورا یوه برخه ده چې د ښاغلي مرتضوي په خبره شخصاً ولسمشر د ملاتړ تر څنګ پراخ امکانات هم په واک کې ورکړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په فساد کې د ښکېلو لوړو پوړو دولتي چارواکو د دوسییو د څېړولو په هدف عدلي او قضايي مرکز پرانیست او هغه مهال یې ویلي وو چې له اداري فساد سره له جدي مبارزې پرته حکومت په امنیتي او اقتصادي پروګرامونو کې پر مختګ نه شي کولای.

د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان بیا له هغو لوړو پوړو دولتي چارواکي سره چې په فساد کې ښکېل دي د حساب تصفیه کول دومره اسان هم نه ګڼي.

د کابل پوهنتون استاد او حقوقي کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، که حکومت په رښتیا هم د فساد د لمنځه وړلو لپاره سیاسي اراده ولري او ولس هم همکاري وکړي بیا نو له فساد سره مبارزه چې په هره سطحه کې وي د موثریت امکان یې ډېردی.

ستانکزی:د افغانستان د حکومت مشروعیت او نه مشروعیت دې مسلې پوری تړلی موضوع ده
ستانکزی:د افغانستان د حکومت مشروعیت او نه مشروعیت دې مسلې پوری تړلی موضوع ده

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان د حکومت مشروعیت او نه مشروعیت دې مسلې پوری تړلی موضوع ده که چیرته د افغانستان حکومت عملي اقدامات وکړي خپل مشروعیت پیدا کوي اعتبار پیدا کوي او که یې ونکړي بیا یې له لاسه ورکوي اما زما په فکر داسې یو شی نه دی چې حل نه شي باالاخره که دولت سیاسي اراده ورته ولري او دا مسله جدي تعقیب کړي حد اقل که مطلق فساد لمنځه نه ځي یا د قانون حاکمیت سل په سله کې نه حاکم کیږي د زمان په تیریدو سره دا مسله لمنځه تلونکې ده."

یو بل افغان کارپوه غلام قادر جیلاني بیا وايي په داسې حال کې چې د ملي یوالي له حکومت دوه کاله اوړي خو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې تر ډېره د عملي اقداماتو پرځای یې له خبرو او د بې واکه ادارو له جوړلو نورڅه نه دي کړي.

ښاغلی جیلاني وايي ترهغې چې حکومت د لوړ پوړي دولتي چارواکو په ګډون هغه کسان چې په فساد کې ښکېل دي او تراوسه یې پروړاندې هیڅ اقدام نه شوی سزا ورنه کړي ستونزمنه به وي چې ولس او نړیواله ټولنه دې یوازې د مرکزونو د جوړلو په مقابل کې پر حکومت د اداري فساد سره د مبارزه په برخه کې باور وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG