د لاسرسي لېنکونه

په دې وروستیو کې د خوست سلګونه اوسېدونکي د تفریح او چکر په خاطر د" اد ممد" سیمې ته ځي او په هغه ځای کې مېلې جوړوي.

اد ممد د خوست ښار څخه پنځوس کیلومتره لیرې وزیرستان سره لګېدلې یوه غرنۍ سیمه ده چې په ځنګلونو پوښلې ده، صافه او سړه هوا لري او دا سیمه په طبعي توګه ټوله شنه ده.

د خلکو لپاره مهمه خبره داده چې د ځايي اوسیدونکو اوافغان ځواکونو په هڅو په دې لیري سیمه کې ډاډمن امنیت موجود دی.

د خوست ښار په سویل یا جنوب لوري کې د تڼیو ولسوالۍ اړوند د ادممد سیمه په دې وروستیو کې د خوست د بېلابېلو سیمو د خلکو لپاره په یوه تفریحي سیمه بدله شوې ده.

د دې سیمې شین طبعیت، دنګې ونې، صافه او سړه هوا، ډېر لوړ موقعیت او په دومره لیرې ځای کې ډاډمن امنیت هغه څه دي چې زرګونه خلک ورتګ ته هڅولي دي.

دا سیمه شین طبعیت، دنګې ونې، صافه او سړه هوا لري

دا سیمه شین طبعیت، دنګې ونې، صافه او سړه هوا لري

د ادممد په سیمه کې له پخوا نه د اد او ممد په نوم دوه زیارتونه شته چې لسګونه کاله وړاندې هم خال، خال خلک د زیارت لپاره ورتلل، خو په ډله ییز ډول او د تفریح لپاره دې سیمې ته د خلکو په دومره اندازه ورتګ نوی دی.

د مېلو ګډونوالو ازادي راډيو ته وايي چې د دې سیمې مهمه نیمګړتیا د پاخه سړک نشتون او په دې ځای کې د هوټولو په ګډون د نورو اسانتیاوو کموالی دی.

مدني فعال فریدالله ظاهر چې د ځوانانو د یوې ډلې سره ادممد ته میلې ته راغلی، د دې سیاحتي او تفریحي ځای په اړه وايي:

خوستي ځوانان وايي د دې سیمې یوه نیمګړتیا د پاخه سړکونو نشتون دی

خوستي ځوانان وايي د دې سیمې یوه نیمګړتیا د پاخه سړکونو نشتون دی

"دلته موږ راغلي یو، ملګرو پیسې سره ټولې کړي دي، میله مو سره جوړه کړې ده، دلته تاسو وینئ چې په دې ځای کې سلګونه کسان لیدل کېږي، چا پسونه حلال کړي دی، چا ځانونو سره غوښې راوړي دي، څوک اتڼونه کوي، مختلفې میلې خلکو نیولي دي او دا یو ډېر ښه سیاحتي ځای دی، ستونزه يې داده چې لاره يې خرابه ده کچیرې لاره جوړه شي، نو خلک به يې ساعتیری ته راځي."

یو بل تن مدني فعال ایوب خان هم په دې ځای کې د یو شمېر سهولیتونو او اسانتیاوو د جوړولو غوښتنه کوي.

ایوب خان وايي:

"یو شمېر ملګري د ادممد سیمې ته راغلي یو چې دا تقریباً پنځوس کیلومتره د خوست ښار څخه واټن لري، دا یوه سیاحتي سیمه ده، په ځنګلونو پوښلې ده، دا ډېره ښایسته سیمه ده، د وزیرستان سره نږدې سرحد لري، هیله مو داده چې په راتلونکې کې دې سیمې ته ځانګړي توجه وشي، ځکه دلته هوټلونه نشته، نورې اسانتیاوې چې لازمې دي نشه، کچیرې دا اسانتیاوې وای ګڼې کورنۍ او زرګونه خلک به دلته راشي."

دا تقریباً پنځوس کیلومتره د خوست ښار څخه واټن لري

دا تقریباً پنځوس کیلومتره د خوست ښار څخه واټن لري

د دین ولي په نوم یو ځوان چې ډېر کلونه يې په عربي هېوادونو کې کار او مزدورې کړي وايي د ادممد په شان طبعي سیمه نه پیدا کېږي.

دی وايي کچیرې حکومت پرې پانګونه وکړي، نو په یو یا دوو کلونو کې به بېرته ورڅخه په هماغه اندازه عواید ترلاسه کړي.

د اد ممد سیمه کې هم یو شمېر ځنګلونه وهل شوي او خلکو سره دا انديښنه شته، کچیرې مخه يې ونه نیول شي، نو ممکن د ځنګلونو ډېره برخه يې ضایع شي:

"نوم مې عبدالباسط دی دلته د ادممد سیمې ته راغلي یو، واقعاً دا یوه ښایسته سیمه ده، د حکومت نه مې غوښتنه داده چې د دې ځای د شنو ونو د وهلو مخه ونیسي، ښکلی او د ستایلو ځای دی، د دې ځای ښایست باید زیانمن شي."

مېله وال:د حکومت نه مو غوښتنه داده چې د دې ځای د شنو ونو د وهلو مخه ونیسي

مېله وال:د حکومت نه مو غوښتنه داده چې د دې ځای د شنو ونو د وهلو مخه ونیسي

د خوست پوهنتون استاد نذیر احمد نوري هم په دې نظر دی، کچیرې د ادممد د تفریحي سیمې د سړک جوړلو او په دې ځای کې د اساسي هوټلونو په ګډون نورو اسانتیاوو ته پاملرنه وشي، نو دا سیمه به افغان حکومت لپاره په یوې ښې او دایمي عایداتي سرچینې بدل شي.

XS
SM
MD
LG