د لاسرسي لېنکونه

د هلمند د پولیسو مسئولین وایي چې خانشین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هلمند د پولیسو یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل خانشین ولسوالي تېره شپه د وسله والو د یوه ډلیز برید په ترڅ کي سقوط شوي ده.

سرچینې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

خو د هلمند دوالي ویاند عمرځواک د خانشین د سقوط مسئله نه رد او تایید کړې ده خو وسله والو طالبانو ادعا کړي ده چي یاده ولسوالۍ يې تېره شپه نیولي ده او ګڼو حکومتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي په دې برید کي دوه طالبان وژل شوي او دري نور ټپیان شوي دي.

خانشین ولسوالۍ په تېرو څو میاشتو کي دریم ځل دی چي د وسله والو طالبانو لاسته سقوط کوي.

XS
SM
MD
LG