د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

هیلري کلنټن پرون خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ


د امریکا د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلنټن پرون جمعه د جمهوري ریاست لپاره خپل انتخاباتي کمپاین پيل کړ.

د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د نومبر په اتمه کېږي.

رایې ورکونکي به د ټاکنو په ورځ د ډيموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو د کاندید ډونالډ ټرمپ ترمنځ سخت انتخاب ته مجبور وي.

کلنټن په رسمي ډول د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکرات ګوند د کاندیدۍ تر منلو وروسته، پرون خپل لومړی تبلیغاتي سفر په بس کې پيل کړ.

کلنټن خپلو زرګونو پلویانو ته چې د دې دری ورځني انتخاباتي کمپاین په پیل کې راغونډ شوي وو، وویل:

کلنټن:زما خپل په ژوند کې تردې مهم انتخابات نه رایادیږي
کلنټن:زما خپل په ژوند کې تردې مهم انتخابات نه رایادیږي

"په دې کې شک نشته چې هر وار ټاکنې په خپل ډول مهمې دي، خو زما خپل په ژوند کې تردې مهم انتخابات نه رایادیږي، دا د دې لپاره نه وایم چې زه کاندیده یم خو د دې لپاره چې امریکایان له ډير سخت انتخابات سره مخامخ دي."

کلنټن د خپل کمپاین په ابي رنګه بس موټر کې سپره وه او پرون یې خپلو پلویانو ته يې د "په اتحاد کې قوت دی" شعارونه ورکول.

له کلنتن سره پرون په دې کمپاین کې د هغې خاوند بیل کلنټن او مرستیال هم ملګري وو.

کلنټن د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید او خپل رقیب ډونالډ ټرمپ په اړه وویل:

"که تاسې په دقت د جمهوري غوښتونکو په کنوانسیون کې ویناو ته غوږ نیولي وي، تاسې به پوهېدلي یاست چې د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ۷۵ دقیقې خبرې وکړې خو د حل یوه لار یې هم نه ده وړاندې کړې، په حقیقت کې، د هغه وینا د امریکا له خلکو سره د مرستې او همکارۍ پر پروګرامونو د خبروپر ځای زما پرتخریب ډېره متمرکزه وه. "

کلنټن به اوهایو او پنسلوانیا ته په دې درې ورځني سفر کې پرخپلو اقتصادي پروګرامونو او د ملي امنیت پر اجنډا خبرې وکړي.

د کلنټن رقیب کاندید ډونالد ټرمپ هم پنسلوانیان او اوهایوته د کمپاین لپاره روان دی.

ونالد ټرمپ هم پنسلوانیان او اوهایوته د کمپاین لپاره روان دی.
ونالد ټرمپ هم پنسلوانیان او اوهایوته د کمپاین لپاره روان دی.

نظرپوښتنې څرګندوي چې کلنټن او ټرمپ به په دې دواړو ایالاتونو کې په ډېر نازک رقابت کې پرمخ ولاړ شي.

اوهایو او پنسلوانیا د امریکا د نوروایالتونو په پرتله، د امریکا په صنعتي تولیداتوکې د کموالي له امله، ډېره اقتصادي ضربه لیدلې ده.

ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې له ازاد تجارت سره د مخالف سیاست او د غیرقانوني کډوالو مخالف دریځ پر اساس په دې ایالتونو کې د سپین پوستو او کارګرانو ملاتړ خپل کړي.

هغه ژمنه کړې چې په دې ډول به د امریکا اقتصاد پياوړی او امریکاییانوته به زیات کارونه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG