د لاسرسي لېنکونه

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ کورنۍ د جګړې له امله بې کوره شوې دي.

د پشت رود ولسوالۍ یوشمیر خلک پرحکومت تور پورې کوي چې په جګړه کې یې له درنو وسلو کار اخیستی او د دوي امنیت ته يې پام نه دی کړی.

خو امنیتي چارواکي وايي، په پشت رود ولسوالۍ او شاوخوا سیمه کې لږترلږه ۵۰۰ وسله وال جنګیږي او امنیتي ځواکونه په ځانګړو مواردو کې له درنو وسلو کار اخیستلو ته مجبوریږي.

د فراه امنیه قوماندان توریالي ابدیاني پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د هغوي په تعقیب کې یو، د ملي اردو ، ملي امنیت اوپولیسو مشترک عملیات دوام لري، دا زموږ تصفیوي عملیات دي، هغوي په ځینې کورونو کې پټ شوې خو موږ یې په لټه کې یو. "

د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې له یوې اونۍ راهیسې شدید جنګ روان دی.

XS
SM
MD
LG