د لاسرسي لېنکونه

د جنبش روشنايي په نوم د سیاسي حرکت غړو حکومت ته ضرب الاجل ورکړ چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برق پروژې په اړه خپله پریکړه بدله کړي.

دوی یو وار بیا د بامیان له لارې د دې پروژې د عملي کولو غوښتنه وکړه.

د جنبش روشنايي مشرانو پرون جمعه په کابل کې په غونډه کې پرخپلو پلویانو غږ وکړ چې که حکومت داکار ونه کړي په ټول افغانستان کې مدني اعتراضونه پیل کړي.

د دې حرکت یوه غړي خپل پریکړه لیک ولوست چې پکې راغلي: " روشنايي جنبش د ملیونونو کسان د حق په توګه د افغانستان د برق د ماسټرپلان اوبامیان-میدان له لارې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټ برق د پروژې پرعملي کیدو ټینګار کوي. روشنايي جنبش د ملي وحدت حکومت ته د روشنايي میدان د شهیدانو تر۴۰ ورځې وخت ورکوي چې زموږ دا غوښتنه ومني."

خو د افغانستان حکومت په دې اړه پر خپل پخواني دریځ ټینګارروکړ.

XS
SM
MD
LG