د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

نړیوالو ورځپاڼو د سیګار ادارې د وروستي راپور په اړه تبصرې کړي


ځينو غربي ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کې په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار د وروستي راپور په اړه ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي، په هغه راپور کې د نورو مسايلو تر څنګ دې ټکي ته هم اشاره شوې چې افغان ځواکونه نه دي توانېدلي هغه سيمې چې د دولت ضد وسله والو په کنټرول کې دي، بېرته ونيسي.

نيويارک ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وروسته له هغې څو مياشتې مخکې کندوز ته سفر وکړ چې روان کال يې وسله والو طالبانو مرکز د څو ورځو لپاره ونيوه، خو افغان قواوو بېرته په خپله ولکه کې راوست.

ولسمشر غني د دې لپاره چې حکومت ته د خلکو ملاتړ جلب کړي، په دې ولايت کې د سفر پر مهال د درېيو نورو ولسواليو د تشکيل په اړه خبرې وکړې.

خو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په باور، اوس د اتو مياشتو له تېرېدو وروسته هم دغه درې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او دولتي ځواکونه نه دي توانېدلي چې په خپله ولکه کې يې راولي او دغه ولسوالۍ تشکيل کړي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي چې د افغانستان په شمال کې په داسې حال کې چې لا هم د طالبانو موسمي حملې ختمې شوي نه دي، وضعيت ځوروونکى دى.

نيويارک ټايمز ليکي، د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر بارک اوباما هغۀ فرمان هم چې په افغانستان کې يې د خپلو ځواکونو هوايي حملو ته زياته ازادي ورکړه، د خلکو اندېښنه ليرې نه کړه.

ګارډين:

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې ګارډين په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، د وسله والو طالبانو هڅې او نسبي پرمختګ يې څرګندوي، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ولې هڅه وکړه، د خپل هېواد ولسمشر بارک اوباما قانع کړي چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر کم نه کړي او په دغه هېواد کې د امريکا د هوايي ځواک ونډې او ورځنيو عملياتو ته اجازه ورکړي.

ګارډين د امريکا په نيبراسکا پوهنتون کې د افغانستان د څېړنيز مرکز د مشر شېرجان احمدزي په حواله ليکلي چې ويلي يې دي، د افغان قواوو له لاسه د سيمو وتل او د وسله والو طالبانو پرمختګ د حيرانۍ وړ خبره نه ده، ځکه د ده په وينا افغان ځواکونه هغه ځواک نه لري چې ائتلافي ځواکونو له افغانستانه تر وتلو مخکې درلود.

د ده په وينا، افغان قواوې موثر هوايي ځواک نه لري چې د وسله والو طالبانو د پرمختګ مخه ونيسي.

ګارډين ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د پخواني ځانګړي استازي جيمز ډابينز په حواله چې اوس د راند کارپورېشن په تحقيقاتي مرکز کې کار کوي ليکلي- چې ويلي يې دي، د افغان پوځ لپاره د امريکا مصارف کال په کال کم شوي او دې مسئلې خامخا خپل عواقب درلودل.

انټرنيشنل بزنس ټايمز:

انلاين خپرونې انټرنېشنل بزنس ټايمز په خپله تازه ګڼه کې د سيګار ادارې په حواله ليکلي، په افغانستان کې موجوده حکومت چې ناټو يې ملاتړ کوي، د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې پر ٧٠ اعشاريه پنځه فيصده خاورې مسقتيم کنټرول درلود، خو په مې مياشت کې دغه ساحه ٦٥ اعشاريه شپږو فيصدو راته راټيټه شوه.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار په حواله ليکلي، پر سيمو د افغان دولت د حاکميت کمېدل ښايي د دې سبب شوى وي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په لومړي ګام کې خپلو ځواکونو ته په افغانستان کې د حملو اجازه ورکړه او په بل ګام کې يې تصميم ونيوه چې د راتلونکي ميلادي کال تر لومړيو پورې د ٥ زرو سرتېرو پرځاى ٨٤٠٠ امريکايي سرتېري په افغانستان کې دېره وي.

XS
SM
MD
LG