د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر طالبان تورريستان بللي دي.
پاکستانی سياستوال او پخوانی د کرکټ لوبغاړی عمران خان چې د تحريک انصاف پاکستان ګوند مشر هم دی، الجزيره تلويزيون ته په يوه مرکه کې ويلي چې طالبان يوه تروريستي ډله ګڼي او دا ادعا چې دی د سخت دريځو ملاتړ کوي، په بشپړه توګه بې مانا ده.
دغه مرکه د جمعې په ورځ خپره شوه.
د اپرفرنټ پروګرام له ويندوی مهدي حسن سره په مرکه کې ويلي:
"هو دوی يوه تروريستي ډله ده، هر څوک چې بې ګناه انسانان وژني، تروريست دی."
کله چې له عمران خانه د ده او د پاکستاني طالبانو د اړيکو او هغې ادعا په اړه پوښتنه وشوه چې وايي دی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي، ده وويل:
"دا ادعا په بشپړه بې مانا ده او ريښتيا نه ده، تاسي بايد زما هغو اعلامیو ته مراجعه وکړئ چې تېر کال مې خپرې کړي دي."
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان همداراز د پاکستان د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري هغه تور ته هم ځواب ووايه چې ويلي يې وو عمران خان دارلعلوم حقانیه مدرسې ته مالي مرستې ورکړي دي.
دارلعلوم حقانیه د مدرسې په توګه پېژندل کېږي چې طالب جنګيالي روزي او ويل کېږي د دغه مدرسې په واسطه عمران خان د سخت دريځو ملاتړ کوي.
عمران خان د آصف زرداري د دې تور په ځواب کې وويل:
"دا خبره په بشپړه توګه بې مانا ده."
ده وويل چې د ده د ګوند له خوا د مالي مرستو هدف دا وو چې ټولې مدرسې تر يوه قانوني واحد لاندي راشي.
عمران خان له الجزيره سره په خبرو کې زياته کړې:
"که دا پوهنتون د جهاد لپاره وای، د پاکستان پخواني حکومت باید بند کړی وای."
عمران خان همداراز وويل، د آصف علي زرداري څرګندونې د پخوانيو او اوسنیو فاسدو مشرانو خبرو ته ورته دي چې غواړي وښيي چې څومره لبرال دي او د طالبانو پر ضد دي څو د لويديځ ملاتړ تر لاسه کړي.